د هند پوليس وايي د اتوار په ورځ په مرکزي هند کې ماويستي ياغيانو سره نښته کې دوه پوليس اهکار او 31 مشکوک ياغيان وژل شوي دي.
پوليسو ويلي، د چتيس ګړ د اندرواتي سيمې په ځنګلو کې يي د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي دي.
د چتيس ګړ پوليسو مشر پتيلينګم سندراج ويلي، دوي ته استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو چې دغو علاقو کې ياغيان راټول شوي دي.
نوموړي ويلي امنيتي ځواکونو د لټون عمليات کول چې په ځنګل کې نښته پيل شوه، د نښتې په نتيجه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي او 31 ياغيان وژل شوي دي.
د سندراج په خبره، په سيمه کې د لټون عمليات روان دي، ځواکونو څه وسله او بارودي مواد نيولي دي، په نيول شوې وسله کې څه اټومېټک ټوپکې هم شامل دي.
ياغيانو په دې اړه لا هم کوم بيان نه دې جاري کړی.
پو بل پوليس افرس جتندرش يادېو ويلي دا د روان کال تر ټولو لويه نښته ده، نوموړي ويلي دې مياشت کې دا دويم ځل شو چې چتيس ګړ کې د ياغيانو او پوليسو نښته شوې ده.
د جنورۍ په 23 نېټه ګريبانډ کې په جګړه کې 16 ياغيان وژل شوي وو، حکومت د 12 باغيانو په سرونو د درې لکه 45 زره ډالرو د انعام اعلان هم کړی وو
هندوستاني ځواکونه په مرکزي او شمالي يو شمېر رياستونو کې د ماويستي ياغيانو په ضد په عملياتو کې د 1947 نه بوخت دي، دا ياغيان د نکسلايټانو په نوم هم ياديږي چې د چين د انقلابي مشر ماوزی ډونګ د نظريي څخه متاثره دي، دا باغيان د خپلو خلکو د پاره د نوکريو، زمکې، دولت او قدرتي وسايلو کې برخې غوښتنه کوي.
دا سيمي دکلونو راهسې د پامه غورځول شوي چې د کار، تعليم، صحت او نورو اسانتياو نشوالی يې خلک دي ياغيانو ملاتړ ته راړوي.
ياغيان دلته د اوسيدونکو قبايلو ژبه وايي او د چتيس ګړ د ښه راتلونکي د پاره وعدې کوي، دغه علاقه کې د قدرتي وسايلو د موجودګۍ په باوجود هم دا د هند په غريبو سيمو کې شمارل کيږي.
دغو علاقو کې ياغيان په پوليسو بريدونه کوي، حکومتي ودانۍ ورانوي او حکومتي چارواکي اغوا کوي، ياغيان د رېل پټلۍ الوزوي، په جېلونو بريدونه کوي اوخپل پلويان خوشې کوي. ياغيان په پوليسو او د نورو امنيتي ځواکونو د وسلې په ډيپوانو بريدونه کوي او په ترلاسه شوو وسلو ځان پياوړی کوی.
(د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)