د امریکا قانونسازانو ته ډېر کم وخت پاته دی چې د حکومت د چلېدو دپاره لنډمهاله بجټ، د آخري تاریخ نه وړاندې چې د مارچ ۱۴مه ده، منظوره کړي.
په سنېټ کې د اکثریتو رېپبلېکنانو مشر سنېټر جان ټیون د زیارت/پنجشنبې په ورځ مجلس ته وویل: "ډېموکرېټانو ته دا فیصله کول دي چې آیا د اېوان نمایندګان نه راغلې د بجټ مصوبه منظوره کوي، یا حکومت تړي. تر اوسه خو داسې ښکاري چې دوی خیال لري حکومت وتړي."
د بجټ اړوند مسودې په سنېټ کې د منظوره کېدو دپاره، حد اقل شپېته رایې په کار لري. په دې معنا چې سنېټ کې رېپبلېکنان د دې بجټ د منظوره کولو دپاره، د ډېموکرېټانو لږ تر لږه اته (۸) رایو ته ضرورت لري.
سنېټ کې د ډېموکرېټانو مشر، سنېټر چک شومر په سنېټ غږ کړی دی د لنډمهاله بجټ هغه مسوده دې منظوره کړي کومه چې ډېموکرېټانو سره ورباندې خبرې او مذاکرې کېدلې.
شومر د شورو/چهارشنبې په ورځ سنېټ مجلس ته وویل: "حکومت ته بجټ مهیا کول، باید د دواړو ګوندونو په کوشش وي. مګر رېپبلېکنانو یو ګوندي لاره خپله کړه، د کانګرس د ډېموکرېټانو د هېڅ قسمه نظر اخېستو نه بغیر یې د لنډ مهاله بجټ خپله مسوده تیاره کړله."
ډېموکرېټ سنېټران وایي، هغوی سره دا فکرمندي شته چې هسې نه د ټرمپ انتظامیې دپاره لاره آسانه کړي چې په فډرل حکومت او تحفظي پروګرامونو کې پراخه کچه بدلونونه راولي.
deewa
ډېموکرېټ سنېټر کرېس وان هولن د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان کې وویل: "زه د حکومت تړل کېدل نه غواړم. او په همدې وجه، زه غواړم په یو داسې مسودې رایه ورکړم چې حکومت د ۳۰ ورځو دپاره پرانېستی وساتي او په دې وخت کې مونږ د دوو ګوندونو مذاکرات ولرو. مګر زه به د هاوس د رېپبلېکنانو د دغې مسودې ملاتړ ونکړم، کوم چې اېلن مسک ته نور ډېر زور ورکوي او نور وسایل ورکوي چې د فډرل حکومت غټې برخې ماتې کړي څو د ځان غوندې کسانو او ډېرو شتمنو د فایدي دپاره یې خرابې کړي."
د وایټ هاوس ترجمانې کارولېن لېوېټ ددې هفتې په سر کې خبریالانو ته ویلي و چې، "د لنډمهاله بجټ په ضد رایه به امریکایي وګړو ته نقصان ورسوي، او هغه زبردسته لړۍ به ووژني کوم چې صدر ټرمپ په تېرو ۵۱ ورځو کې جوړه کړې ده."
د کانګرس د استازو اېوان یا مجلس نمایندګان د حکومتي لنډمهاله بجټ یوه مسوده د نهې/سې شنبې په ورځ د ۲۱۳ په مقابله کې ۲۱۷ رایو سره منظوره کړله. د نهې ورځې د ماسپښین نه پس، د استازو اېوان د پاته هفتې دپاره رخصت کړی شو او دې سره فشار په سنېټرانو راغی چې د دوی پاس کړې مسوده، منظوره کړي.
د هاوس سپیکر، مایک جانسن د دې مسودې د منظوره کولو په خاطر، پخپلې رېپبلېکن پارټۍ کې نارضایتۍ ختمې کړلې. هغه د نهې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اوو میاشتو لنډمهال بجټ دغه مسوده د ټرمپ د اېجڼدا په عملي کولو کې یو اهم ګام دی چې د حکومت د اصراف یا اضافي اخراجاتو مخه ونیسي.