د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ، چې کوشش کوي امریکا کې د شهریت خودکار پیدایشي حق محدوده کړي او په دې اړه لانجې راولاړې شوي، د زیارت/پنجشنبې په ورځ یې دا موضوع د ملک سپریم کورټ ته حواله کړله.
د صدر ټرمپ انتظامیې د سپریم کورټ له ججانو وغوښتل چې د کډوالو په وړاندې د هغه د سختدریځه تګلارې په دغه اهم جز باندې د عدالت لخوا لګول شوی بندیز، راکم کړي.
د عدلیې وزارت په دې درخواست سره، هغه درې عدالتي فیصلې په سپریم کورټ کې چلېنج کړلې چې د واشنګټن ریاست، ماساچوسټس او مېريلېنډ فډرل عدالتونو د ټرمپ د احکامو په ضد صادرې کړي دي.
انتظامیې ویلي دي، په کار ده دا فیصلې کمزوره کړی شي چې په ټول حال کې د عملي کېدو نه وي او صرف هغو درخواست کوونکو ته محدوده وي چې خپل کېسونه عدالت ته راوړي او "په حقیقت کې د عدالتونو د اختیار د چتر لاندې وي."
د عدلیې وزارت سپریم کورټ ته په درخواست کې لیکلي دي: "د موجوده انتظامیې د پیل راهېسي، عالمګیر احکامات، وبائي پیمانې ته رسېدلي دي. وړاندې تر دې چې په عالمګیرو احکاماتو باندې د ډېسټرېکټ عدالتونو زیاتېدونکی انحصار لا پسې پراخه شي، دا عدالت باید اعلان وکړي چې نور بس دی!"
کله چې د تېرې جنورۍ په شلمه نېټه ډانلډ ټرمپ د صدر په حیث بېرته وایټ هاوس ته ستون شو، نو د خپل ریاست په اوله ورځ یې د احکام په جاري کولو سره فډرل ادارو ته امر وکړ د هغو ماشومانو د خودکاره شهريتوب حق دې نه تسلیموي چې په والدینو کې یې لږ تر لږه یو د امریکا شهریت ونلري یا هم ګرین کارټ ونلري.
deewa
داسې انتظار کېدلو چې دا صدارتي حکم به د فبرورۍ د ۱۹مې نېټې څخه عملي کیږي، مګر څو فډرل ججانو په ټول ملک کې د دې حکم په عملي کېدو بندیز ولګولو. د ټرمپ په اقدام سره، عدالتونو کې د هغه په ضد مقدمې درجې شوې. په دې درخواست کوونکو کې د ۲۲ ډېموکرېټو ریاستونو اټرني جنرالان، د کډوالو د حقونو فعالان، او مېندواره ښځې شاملې وې. هغوی د نورو دلیلونو ترڅنګ، یوه دا خبره هم کوي چې د ټرمپ حکم، هغه حق تروړي کوم چې د امریکا د آئین په څوارلسم ترمیم کې راغلی او ترمخه یې په امریکا کې هر پیدا کېدونکي وګړي ته د دې ملک شهریت ورکول کیږي.
د آئین په ۱۴م ترمیم کې، د شهریت په اړه راغلي چې ټول هغه "وګړي کوم چې په امریکا کې پیدا کیږي او یا قدرتي شهریت اخلي (نیوټرلایزډ)، او د دې [امریکا] د اختیار داېرې کې راځي، هغوی د امریکا او د هغو ریاستونو شهریان دي چېرته چې دوی په کې اوسېږي."
د ټرمپ انتظامیه بیا وایي چې څوارلسم آئین، کوم چې د ډېرې مودې ګڼل کیږي په امریکا کې هر پیدا شوي تن ته د شهریت ورکولو خبره کوي، د دوی په وینا، هغو کډوالو باندې د عملي کېدو ندی کوم چې دې ملک ته په غیرقانوني توګه راغلي وي، یا حتی هغو کډوالو ته چې قانوني راغلي وي خو بیا هم موجودیت یې په ملک کې موقتي وي، لکه د یونیورسېټیو زده کوونکي یا د کار په ویزه راغلي خلکو باندې هم ګني د عملي کېدو ندی.
د امریکې سپریم کورټ ته به اوس د انتظامیې په دې نوي درخواست فیصله کول وي. په سپریم کورټ کې د نهو ججانو د جملې څخه، شپږ یې قدامت پسنده یا کنزروېټیو او درې یې لېبرال یا آزادخیاله ګڼل کیږي. په دې کې درې هغه ججان هم شامل دي چې صدر ټرمپ د خپل صدارت په مخکېني دور کې ټاکلي و.