افغان طالبانو د پاکستان دا دعوه رد کړې ده چې ګني د نهې/سې شنبې ورځې د اورګاډي یرغمل نیولو پېښه د افغانستان په خاوره کې منصوبه سازي شوې وه او له هغه ځایه هدایت کېدله.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان کې د پاکستان دا دعوې "بې اساسه" وبللې.
د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان، عبدالقهار بلخي په یو بیان کې چې په اېکس (پخواني ټوېټر) یې خپور کړی، ویلي دي: "بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ وياند هغه بېاساسه تورونه چې د پېښې تړاو افغانستان سره لګوي، په کلکه ردوو."
بلوچستان کې په دې اورګاډي باندې د برید ذمه واري، د بلوچ لېبرېشن آرمي (بي اېل اې) په نوم بېلتون پاله کالعدم تنظیم په غاړه اخېستې ده. دا حمله د نهې/سې شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې د سېبې علاقې ته نږدې بولان سره وشوه چې په کې په سلهاوو تنان یرغمل ونیول شول.
لږ ترلږه یوویشت (۲۱) مسافران او څلور ملېشه عسکر په دې برید کې ووژل شول. پوځ د ۳۳ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې ده.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې مشر لېفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري تر دې وړاندې ویلي و چې حمله کوونکي په افغانستان کې د خپلو شریکانو سره په همکارۍ کې دي.
چوهدري چې د شورو/چهارشنبې په ماخوستن یې د عملیاتو د ختمېدو اعلان وکړ، د پاکستان یو خصوصي ټي وي چېنل ته وویل: "د عملیاتو په لړ کې، دغه ترهګر د سټلایټ فونونو په ذریعه، افغانستان کې د خپلو ملاتړکوونکو او منصوبه سازانو سره په رابطه کې وو."

زخمی کس چې د اورګاډي نه ژغورل شوی او هسپتال ته د منتقل کېدو په حال کې دی
وروسته بیا د پوځ مطبوعاتي دفتر دا دعوه تکرار کړله او په یو بیان کې یې وویل: "استخباراتي رپوټونو په واضحه توګه د دې تصدیق کړی چې دا حمله د هغو ترهګرو حلقو مشرانو لخوا هماهنګ شوې او هدایت شوې وه کوم چې د افغانستان څخه فعالیت کوي، او د پېښې په ټول وخت کې د ترهګرو سره په رابطه کې و."
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند ددې دعوې په ردولو سره ویلي چې اسلام آباد ته خپل داخلي مسائل پخپله حل کول دي. عبدالقهار بلخي زیاته کړې ده: "له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غيرمسؤولانه څرګندونو پر ځای خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي."
SEE ALSO: پاکستان: جعفر اېکسپرېس بريد کې د افغانستان خاوره کارول شوې، بريد په نړيواله کچه غندل شوید نهې ورځې حمله، د بېلتون غوښتونکو په یاغیتوب کې چې د قریب دوو لسیزو راهېسي بلوچستان کې راپیدا شوی، یوه ډراماټیکه اضافه ښيي.
تندلارو د رېل پټلۍ والوزولې، او رېل ګاډی یې چې قریب ۴۵۰ مسافر په کې سپاره و، په یو ټنل یا سرنګ کې ودرولو، او بیا یې ورباندې یرغل ورووړ.
د پېښې نه ژوندي پاته کسانو، وي او اې ته وویل چې بریدګرو په رېل کې امنیتي اهلکار او هغه مسافران چې د پنجاب سره یې تعلق و، د نورو څخه جدا کول او ګڼ شمېر یې په ګولیو وویشتل.
deewa
د پاکستان پوځ د شورو/چهارشنبې په ورځ مېډیا ته په لېږل شوو تبصرو کې، یو ځل بیا خپل پخواني مطالبات تکرار کړل: "پاکستان د افغانستان موقت حکومت څخه دا توقع لري چې خپلې ذمه دارۍ پرځای کړي او پرېنږدي چې خاوره یې د پاکستان په ضد د ترهګرو فعالیتونو دپاره استعمال کړی شي."
د زیارت/پنجشنبې په ورځ، د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان شفقت علي خان، د اسلام آباد دریځ تکرار کړ او ویې ویل: "مونږ ند افغانستان نه غواړو چې د دې قابل مذمت ترهګر عمل ترسره کوونکي، تنظیموونکي او مالي ملاتړ کوونکي جوابده وګرځوي، او د پاکستان حکومت سره دې همکاري وکړي چې ټول هغه کسان کوم چې دې حملې سره یې تعلق لرلی، په شمول د ترهګرۍ د حقیقي ملاتړو، هغوی عدالت ته وسپاري."
د طالبانو خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا دعوې رد کړلې چې ګني بلوڅو بېلتون غوښتونکو د سرحد نه رېښې هاخوا غځولي دي.
بلخي په اېکس باندې خپل پوسټ کې لیکلي دي چې، "د هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړی په افغانستان کي وجود نه لري او نه یې هم پخوا یا اوس له اسلامي امارت سره اړیکي لرلي دي." طالبان افغانستان کې خپل حکومت، د اسلامي امارت په نامه یادوي.
پاکستان په تېر کال کې د زیاتېدونکي شمېر ترهګریزو پېښو شاهد پاته شو، او د ۲۰۲۳ کال په نسبت، په ۲۰۲۴ کال کې له دې امله د وژل شوو کسانو په شمېر کې ۴۵ فیصدي اضافه ولیدل شوه.