د عدلیې وزارت یو شمېر فردجرمونه پرانېستل چې په کې ژو شوای، او یین کېچینګ، د آی-سون په نوم د یوې چینایي ټېکنالوجي کمپنۍ اته کارکنان، او د چین د عوامي امنیت د وزارت دوه افسران د هېکنګ یا د انټرنېټي اطلاعاتو د غلا په یو لړ مختلفو خلاف ورزیو تورن شوي دي. د عوامي امنیت او د دولتي امنیت دغو وزارتونو، د غلا کړی شوو اطلاعاتو دپاره پرېمانه پېسې ورکړې دي. په دې لړ کې، امریکا کې مېشت د چین د عوامي جمهوریت منتقدین او ناراضیان، امریکا کې یو ستر مذهبي تنظیم، په اېشیا کې د څو حکومتونو خارجه وزارتونه، او د امریکا د فډرل او ریاستي حکومتونو ادارې د دغو هېکرانو ښکار شوي دي.
برعلاوه، د سفارتکاري امنیتي خدماتو، د عدالت دپاره انعام پروګرام د آی-سون په اړه، د هغه د کارکوونکو په اړه، او [د چین] د عوامي امنیت د وزارت د هغو افسرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې چې [د امریکا] د عدلیې وزارت په فردجرم نامو کې ذکر شوو ورانکاره سایبري فعالیتونو کې ککړ دي، تر لس (۱۰) میلینه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.
سربېره په دې، امریکا په شانګهائي کې مېشت ورانکاره سایبري فعال او ډېټا خرڅوونکي، ژو شووای، او د هغه په کمپنۍ – شانګهائي هائینګ انفارمېشن ټېکنالوجي کمپني – باندې پابندۍ ولګولې. ژو شووای د امریکا د ډېرو حساسو او اهمو بنیادي اډانو د ډهانچو، په شمول د دفاعي صنعت، مواصلاتو، صحت، او حکومتي څانګو څخه په غیرقانوني توګه ډېټا/اطلاعات ترلاسه کړي، دلالي یې کړې، او خرڅ کړي یې دي. [د امریکا] خارجه وزارت همدا راز د بهرملکي منظمو جرمونو ضد د انعاماتو پروګرام لاندې، هغو معلوماتو ته چې د ژو شووای او یین کیچینګ د ګرفتارۍ او/یا مجرم ګرځول کېدو سبب شي، هر یو دپاره تر دوه میلینه ډالر پورې انعام اعلان کړ.
د عدلیې وزارت د قامي امنیت د څانګې مشرې، سوو بې وویل: "د عدلیې وزارت به په بېدرېغه توګه د هغو کسانو لټون کوي چې زمونږ د حکومت او زمونږ د خلکو نه په غلا کولو سره، زمونږ سایبرسېکوریټي ګواښي."
سوو زیاته کړه: "مونږ د چینایي حکومت اېجنټان راښکاره کوو، کوم چې په ټوله نړۍ کې د کمپیوټرونو او نېټورکونو په ضد د ناتاره او بې پروا حملو هدایتکاري او پرورش کوي، همدا راز هغه کمپنۍ [راښکاره کوو] چې دوی ته سهولت برابروي او هغه انفرادي هېکران چې هغو راخوشې کړي دي. مونږ به د سایبر کرایي بریدګرو دا ايکوسیسټم وران کړو او خپل قامي سلامتیا به محفوظه وساتو."
[د امریکا] د خارجه وزارت ترجمان، ټامي بروس په یو بیان کې وویل، دا روښانه ده چې "چین د خصوصي سېکټر هغو کمپنیانو ته امن ځای ورکوي کوم چې د امریکا او د هغه د شراکتدارانو په ضد ورانکاره سایبري فعالیتونه کوي. د چین حمایت لرونکي ورانکاره سایبري فعالان اوس هم د امریکا قامي سلامتیا ته تر ټولو ستر او تر ټولو زیاتې مسلسلې خطرې جوړوي."
ښاغلي بروس وویل، دغه د څو اداراتو لخوا مشترکه هڅه "د چین نه پیدا سایبري خطرو په ضد، د امریکاییانو، د هغو د حساسو خصوصي اطلاعاتو، او زمونږ د ډېرو اهمو نظامونو د تحفظ او دفاع دپاره، د ټول حکومت مشترکه تګلاره څرګندوي." بروس زیاته کړه: "صدر ټرمپ ژمن دی چې د دغو وسیع خطراتو په وړاندې د امریکاییانو او د امریکا د اهمو بنیادي اډانو محافظه وکړي، او مونږ به د دې کار ترسره کولو دپاره، په پرعزمه توګه ټول هغه وسایل وکاروو چې زمونږ په اختیار کې دي."
یادونه: دا یوه اداریه وه چې د امریکا د حکومت نظریات څرګندوي.