پوټین وایي په کورسک علاقه کې یې پاته اوکرایني عسکر ګېر اچولي دي

د روس صدر ولاډیمیر پوټین د زیارت په ورځ وویل چې ځواکونو یې د ملک په مغربي علاقه، کورسک کې پاته شوي اوکرایني عسکر راګېر کړي. اوکرایني پوځیان د کورسک په جګړه کې، چې د روس-اوکراین د جنګ تر ټولو همه جګړه ده، څه باندې اووه میاشتې هلته کې مقاومت کړی دی.

د رائټرز خبري ادارې د رپوټ ترمخه، پوټین په ماسکو کې خبریالانو ته وویل چې په کورسک کې حالات "په مکمله توګه زمونږ په قابو کې دي، او هغه ډله چې زمونږ په خاوره یې حمله کړې وه، په علیحدګۍ کې راغلې ده."

اوکراین په تېره اګست میاشت کې په ناڅاپي توګه د روس په کورسک سیمې باندې حمله وکړه چې د روسي ځواکونو توجو د جنګ د لومړنیو محاذونو څخه واړوي او د روس ځمکه قبضه کړي چې بیا وروسته د خپلو مقبوضه سیمو سره یې مبادله وکړي. د اوکراین د پوځ مشر په دې هفته کې دا خبره رد کړه چې ګني د هغه عسکر په کورسک کې قلابند شوي دي.

پوټین د شورو/چهارشنبې په ورځ د روس مغربي علاقې، کورسک ته په ناڅاپي توګه د خپلو عسکرو لیدو ته ولاړ، او هغو ته یې امر وکړي چې په فوري توګه دې د اوکرایني عسکرو څخه هغه سیمه بېرته ونیسي.

د روئټرز خبري ادارې د خبر ترمخه، پوټین د زیارت ورځې په خبري کنفرانس کې وویل: "که په آینده ورځو کې یوه فزیکي محاصره پېښه شوله، نو هېڅ څوک به ونشي کولای چې ځان وباسي، صرف دوه لارې به موجودې وي – یا ځان سپارل او یا مرګ."

پوټین په خبري کنفرانس کې د ډزبندۍ هغه پلان ته چې دامریکا لخوا تجویز شوی، هم مشروط حمایت وښود. هغه وويل غواړي چې په دې اړه د امریکې او په ممکنه توګه د صدر ډانلډ ټرمپ سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

پوټین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بېلاروس د خپل هم منصب الېګزېنډر لوساشېنکو سره مشترکه خبري کانفرنس ته وویل په اوکراین کې د ۳۰ ورځو د ډزبندۍ په اړه د امریکايي تجویز حمایت کوي خو په دې اړه سنجیده پوښتنې لري چې دا به څنګه کار کوي او د دې دپاره د امریکايي همکارانو او په ممکنه توګه صدر ټرمپ سره په ټېلې فون د بحث ضرورت دی.