د پیپلز گوند بهره مند تنگي په تش لاس سنېټر جوړیدل معجزه نه ده؟

د پاکستان د سېنیټ لپاره په انتخاباتو کې یو داسې پښتون هم ووټونه گټلي دي چې وايي دا گټه دهغه لپاره یوه معجزه او خوب دی.

د وي او ډیوه سره په یوه مرکه کې ښاغلي بهره مند خان وویل چې پيپلز گوند ورله په سېنېټ کې د مقابلې لپاره ټکټ ( دگوند منظوري) ورکړو نو خلکو به خندل چې دا ورسره خپل گوند ټگي کوي. هغه وویل:

" پنځوس کاله پخوا چې شهيد بټو په کومه فلسفه د گوند بنیاد ایښودی وو نن هم گوند په هغې ولاړ دی" ښاغلي بهرمند وویل چې نتيجې یې واوریدلې نو حیرانه وو:

"زما لپاره دا د یوخوب نه کم نه دی د یوې معجزې نه کم نه دی ځکه چې زما په شان یو غريب تن چې سېنیټر جوړ شي دا بیا د بهر مند تنگي نه بلکې د هر غريب گټه وي"

د پاکستان پيپلز گوند په مشرانو د هېواد په سیاست کې د درغلیو د تورونو سره سره د دويي په سیاست نظر لرونکي داهم وايي چې د نورو گوندونو په پرتله پيپلز گوند خپلو پخوانیو زړو نظریاتي کارکونکو ته هم د هېواد د واک ماڼیو ته د رسېدلو یو زوړ روایت لري.

د بهره مند خان تعلق د خېبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې د تنگي د سيمې سره دی. د ځايي خبریالانو تر مخه بهره مند خان شتمن نه دی.

د بهرمند خان نه علاوه په پاکستان کې یو شمېر ځيني داسې خلکو هم ووټونه گټلي دي چې د کوم سياسي گوند سره یې تعلق نه لرلو. د رپورټونو تر مخه د نور کله په پرتله دا کال د سېنیټ لپاره د ټولو گوندونو منتخب غړیو د خپلو ووټونو نرخونه لگولي وو.

د باجوړ څخه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان ډیوه ته ویلي دي چې سږ کال په پاکستان کې که د چا سره ۴٠ کروړه روپۍ وې نو هغه سېنیټر جوړیدلو شو.

په داسې کې چې په هېواد کې د سېنېټر جوړیدلو لپاره ووټونه په روپو اخستل کیدلي شي او په پښتونخوا صوبه کې د پيپلز گوند سره ووټ ورکونکي غړي هم پوره نه وو نو اخر بهر مند خان څه رنگه سېنټري وگټله ؟

دښاغلي بهر مند په خیال "ماته هغه خلکو ووټونه راکړل چې د تحريک انصاف او نورو گوندونو څخه خفه وو او یو نظریاتي سیاسي کارکن یې خوښ کړلو"

خو بلې خوا ته په صوبه کې د واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران په په خپل یو ټویټ کې تور لگولی دی چې په صوبه کې پيپلز گوند دوه سیټونه ځکه وگټل چې ووټونه یې په روپو واخستل.

بهر مند خان وايي په سېنیټ کې به د هیواد د اين د بالاد ستۍ کوښښونه کوي.

د بهر مند خان سره د رحمان بونيري مرکه په لانديني لينک اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

بهره مند خان د تنگي سېنېټر جو ړشو