امريکا : قبائيلي سيمو کې دالقاعده ځالې خطره ده

امريکا ويلي دي دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو باوجود په قبائيلي سيمو کې دالقاعده ځالې تراوسه يوه خطره ده چې ددې په له مينځه وړلو کې به څو کلونه وخت مصرفيږي.
دپينټاګان له اړخه تيار کړل شوي ددفاع وزارت راپورکې چې تيره ورځ امريکايي کانګريس ته وړاندې کړل شوى دى ويل شوي دي دالقاعده په ضد دجنګ دپاره امريکې پاکستان کې دروزنې دنوؤ مرکزونو په پرانستو کې مرسته کړې ده.
اؤ دپاکستان حکومت دالقاعده دځالو په ختمولو کې ډاګيزې هڅې کړي اؤ په قبائيلي سيمو کې يې دخپل پوځ شميره هم سيوا کړې ده
په راپور کې ويل شوي دي په قبائيلي سيمو کې اوس هم دتندلاريتوب وده دوام لري اؤ ددغه ځايې څخه دالقاعده ځالو ختمولو لپاره به يوې اوږدې مودې ته اړتيا وي.
دراپور ترمخه دکال ٢٠٠٧ء څخه تراوسه ٧٠٠ء پاکستانيان په ځانمرګي بريدونو کې وژل شوي دي راپور وايي په قبائيلي سيمو کې دالقاعده ځالې اوس هم خطرناکې دي