د لنبان امنیتي سرچینې وایي نن سهار وختي اسرایل په لومړي ځل د لبنان په شمالي ښار طرابلس کې برید کړی دی او دا برید وروسته له هغه شوی چې د بیروت په څنډو کې نورې بمبارۍ وشوې او اسرایلي پوځیانو د لبنان په جنوب کې د نويو مځکنيو عملیاتو هڅه وکړه.
یوې سرچینې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، په طرابلس کې د فلسطیني کډوالو پر یوه کمپ په برید کې د حماس یو چارواکی، د هغه مېرمن او دوه بچي وژل شوي دي. له حماس سره تړلې رسنۍ وايي، په برید کې د دغې ډلې د وسلوالې څانګې یو مشر وژل شوی دی.
د فلسطین وسلوالې ډلې حماس د لبنان په شمال کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرایل په برید کې د خپل کمانډر وژل کېدل تایید کړي دي.
د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بدوي په کمپ کې د کمانډر سعید عطاالله علي پر کور د اسرایل په برید کې د هغه مېرمن او دوې لوڼه هم وژل شوې دي.
د اسرایل پوځ سمدستي په طرابلس کې د برید په اړه څه نه دي ویلي. طرابلس د سني اکثریت بندري ښار دی.
اسرایل په وروستیو اوونیو کې د لبنان له ایران پلوه وسلوالې ډلې حزب الله سره د ډزو له تبادلې وروسته په لبنان باندې خپل بریدونه ګړندي کړي دي. جګړه تر ډېره د اسرایل او لبنان تر پولې پورې محدوده وه.
اسرايل اکثر د شپې له خوا د بيروت په هغو جنوبي سيمو باندې بمبارۍ کوي چې یو وخت پکې ګڼ خلک اوسېدل او دا سیمه د حزب الله مرکز بلل کېږي.
تېره شپه د اسرایل یوه پوځي ویاند په لبنان کې د یادې سیمې اوسېدونکو ته د وتلو لپاره درې خبرتیاوې خپرې کړې او عیني شاهدانو رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې له هغه وروسته یې بیا لږ تر لږه د یوې چاودنې ږغ واورېد.
اسرایل د جمعې په ورځ وویل، دوی د حزب الله د استخباراتو مرکزي دفتر په جنوبي سیمو کې په نخښه کړی او له هغه وروسته د دې ارزونه کوي چې په برید کې د دې ډلې په لوړپوړو شخصیتونو کې چاته مرګ ژوبلې اوښتې ده.
اسرایل د سپټمبر په ۲۷ مه په یوه هوايي برید کې د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله په ګډون د دې ډلې ډېر لوړپوړي مشران و وژل.
د لبنان حکومت وايي، په تېر کال کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان هلته وژل شوي چې وایي ډېری یې په تېرو دوو اونیو کې وژل شوي دي.
چارواکي وایي د لبنان د سره صلیب یا ریډ کراس، د لبنان د ولسي روغتونونو او په حزب الله پورې تړليو د ژغورنې د کارکوونکو په ګډون په طبي ټیمونو او اډاڼو باندې هم بریدونه هم زیات شوي دي.
له کله چې تېر کال په غزه کې د حماس او اسرايل تر منځ جګړه پیل شوې ده، اسرایلي ځواکونو په وار وار په لبنان کې د حماس چارواکي په نخښه کړي او وژلي دي.
حماس ډلې له هغه وخت راهیسې په لبنان کې د خپلو لږ تر لږه 18 وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د لبنان حکومت وايي تر ۱.۲ میلیونو زیات لبنانیان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او ملګري ملتونه وايي، په دغه هېواد کې د بې ځایه شویو خلکو زیاتره پناه ځایونه ډک شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا د اسرایل او حزب الله د جګړې له کبله ډېر خلک شمالي سیمې طرابلس یا ګاونډي شام ته تللي دي، خو د جمعې په ورځ د اسرایل برید د لبنان او شام ترمنځ اصلي پوله هم بنده کړه.
ملګرو ملتونو په لبنان کې پر عامو خلکو د اسرایل بریدونه غندلي دي. د ادارې ویاند سټیفن دوجاریک په لبنان کې د وروستیو بریدونو په اړه ویلي، د ملکي وګړو وژنه "په بشپړ ډول د منلو وړ نه ده".
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.