فرانس کې یو افغان د 'پرتشدد عمل' پلانولو په تور نیول شوی

یو۲۲ کلن افغان د خالي یا شنبې په ورځ په فرانس کې د اسلامي دولت یا داعش د نظریي په ملاتړ او د فټ بال په یو ګراونډ یا په کوم شاپنګ سنټر کې د تشدد کولو په پلان جوړولو تورن کړی او جیل ته لیږلی شوي دی.

د فرانس په هاوټ-ګارون کې د دغه کس نیول کیده په امریکا کې د هغه افغان تن سره تړل کیږي کوم چې په دې شورو یا چهارشنبې تورن شوي چې د امریکا په انتخاباتو کې یې د برید پلان کړی وو.

د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر پي این اې ټي ، اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته د دې خبري تصدیق کړی.

د امریکا د عدالتي چارواکو په وینا، دغه ۲۷ کلن افغان چې د امریکا په جنوبي اوکلاهوما ایالت کې اوسېږي، د ټیلیګرام میسجینګ سروس په کارولو د هغه کس سره په تماس کې وو څوک چې ایف بي ایي په وینا د داعش د پاره د نوي کسانو په بهرتي کولو په توګه پیژندل شوی و.

قضيې ته د نږدې سرچېنې ویلي، امريکايي چارواکو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د فرانس چارواکو ته معلومات لېږلي دي، چې دې سره په پېرس کې دغه پلټني پیل شوي او له وجې یي درې کسان نیول شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په سهار د فرانس په سویل لویدیز کې، درې سړي، چې عمرونه یې له ۲۰ څخه تر ۳۱ کلونو پورې دي او دوه پکې وروڼه دي نیول شوي دي.

د داخلي امنیت عمومي ادارې د پولیسو په ملاتړ دغه کاروایي کړې ده، اې ایف پي ته پي این آې ټي ویلي چې دغه کسانو د داعش د نظریه خپله کړی.

اې ایف پي ته په ورکړل شوو معلوماتو کې وویل شوي "ترسره شویو پلټنو په ډاګه کړې چې د فټ بال په یوه ګراونډ یا یوه شاپنګ سنټر کې په خلکو باندې برید کولو لپاره د پرتشدد پلان شتون لري. او دغه چې ۲۲ کلن افغان شهري دی او د فرانس رهایشي کارډ یا ریزډنټ کارډ لري.

د هغه وکیل، ایمانویل ډي ډینچن، نه غوښتل پدې حالاتو کې څه اوایي. دغه تن د قاضي لخوا حراست کې اچول شوي دی.

قضیې ته د یوې نږدې سرچینې په وینا، دا ځوان په افغانستان کې د تاجک ټولنې نه دی او د هغه پروژه چې په ټیلیګرام کې یې په اړه ویل شوي، مبهم او نیمګړي پاتې شوي.

تحقیقاتو ته د یوې بلې نږدې سرچینې ویلي، هغه له شاوخوا دریو کلونو راهیسې په فرانس کې ژوند کوي. دوه نور کسان د پولیسو له حراسته بیا وروسته خوشې کړل شوي دي.