د افغانانو یورپ ته هجرت د هیواد په تاوان دی

British female members of the Aerosuperbatics Wingwalkers, perform aerobatic stunts for the first time in the Philippines during the four-day 22nd International Hot Air Balloon festival at Clark, Pampanga province north of Manila, Philippines, Feb. 8, 201

په هیواد کې د امنیت خرابیدونکې صورتحال او د کار روزگار کمیدونکو موقعو له قبله افغانان په غیر معمولي لویه شمیره کې یورپ ته هجرت کوي او هیواد نه افغانانو د تگ دا کچه دومره زیاته ده چې د طالبانو په وخت کې هم نه لیدلی کیده.

مهاجرینو د خیر ښیگړې اداره انټرنیشنل ارگنائزیشن فار مائیگریشن، ايي او ایم، وايي د کال ٢٠١٥ د جنورۍ د میاشت نه تر د ډسمبر د میاشت پورې د یورپ په ٢٧ هیوادونو کې دوه لکه افغان پناه غوښتونکو نوم لیکنه یا رجسټریشن شوی دی.

هیواد نه د افغانانو بهر ته تگ افغانستان نه د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو د انخلا سمدستي ورسته شورو شوی دی چې د ٣٠ میلینه ابادۍ ملک يي د امنیت او د اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړی دی.

ملگری ملتونه وايي طالبانو او داعش د تشدد دلاسه په افغانستان کې د ملکی کسانو مرگ ژوبله په ٢٠٠١ طالبانو د واک نسکوریدو راهسې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.

ملگرو ملتونو په خپل یو ورستي رپورټ کې ویلي افغانستان د ایشیا تر ټولو کم پرمخته تللی او د نړۍ غریب ترین هیواد دی چې د سړي سر د کال امدن يي د ٧٠٠ ډالرو نه کم دی.

که څه هم په سرکاري توگه په مهاجرت مصرفیدونکو پیسو حساب نه دی معلوم خو داسې ښکاري چې په کال ٢٠١٥ کې افغانستان د یورپ ته تگ دپاره ایجنټانو یا انساني کاچاک کونکو ته تر یو ارب ډالرو پورې پیسې ورکړې دي.

د افغانستان د مهاجرینو او د راستندونکو د وزارت ترجمان اسلام الدین جرات وي او ای ته ویلي یورپ ته رسیدلو دپاره افغانان اوسطاً ٧٥٠٠ ډالرې ایجنټانو ته ورکوي.

د اگست په میاشت کې یو افغان داوه جان ساحل په هنگري کې وي او ای ته ویل هغه دغه هیواد ته د رسیدلو دپاره ٦٥٠٠ ډالره مصرف کړې خو منزل يي بیلجیئم دی او ددې دپاره به نورې پیسې هم لگوي.

یو بل کس بهرام غفوري ویل قاچاقبرانو ته يي جرمني ت د رسیدو دپاره ١٠٠٠٠ ډالر ورکړې دي. په کال ٢٠١٥ کې ٨٠٠٠٠ افغانانو جرمني ته هجرت کړی دی.

په کابل کې د اي او ایم ددفتر مشر رچرډ ډینزیگر وايي افغانستان ته د ځوانانو د تگ د هیواد په اقتصاد څه ډیر اثر نه دی غورځولی ځکه چې دا د سرمايي بهر ته انتقال نه دی خو په کابل کې د تجارانو د تنظیم، افغان چیمبر اف کامرس، خان جان الکوزی دا یو نقصان گڼي. ښاغلی الکوزی وايي هیواد نه یوازې داسې ځوانان د لاسه ورکوي چې د هیواد په پرمختگ کې خپله ونډه اچولی شي بلکه د ملینونو په شمیره کې هغه پیسې هم چې د اقتصاد په بیا رغولو کې مصرفیدی شي.