افغان کډوالو په پېښور کې د يو اېن اېچ سي ار مشر ته خپلې مسلې وړاندې کړې

د يو اېن اېچ سي ار مشر د پاکستان د سېفران وزير امير مقام او خېبرپښتونخوا کې د افغان کمشنرېټ د چارواکو سره هم ليدلي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) مشرفېلېپو ګراندي په پېښور کې د افغان کډوالو او تحفظ غوښتونکو سره ليدلي دي، او کډوالو ورته خپلې مسلې وړاندې کړي دي.

د يو اېن اېچ سي ار مشر د پاکستان د سېفران وزير امير مقام او خېبرپښتونخوا کې د افغان کمشنرېټ د چارواکو سره هم ليدلي دي.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، فېليپو ګراندي د پاکستان په درې ورځني سفر دی او پرون یې په پېښور او هري پور کې د افغان کډوالو ښځو او سړو سره ليدلي او ورځ یې هم دغلته تېره کړې ده.

ويل شوي، کډوالو او تحفظ يا پناه غوښتونکو د يو اېن اېچ سي ار د مشر سره خپل امېدونه او چېلنجونه شريک کړي، په هغه صورت کې که چرته دوی بيرته افغانستان ته لېږل کيږي.

يو اېن اېچ سي ار ویلي، ګراندي به د پاکستان په سفر کې د کډوالو، کوربه ټولنو او حکومتي چارواکو سره ويني.

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=pfbid02QDjDWVbgmgBYe7FdTyWphA5ZkzMpxTnvN6KM5Y2tGNN7ENbG1XT8tksg9KzDp3uml&id=100060742207702&rdid=iZIyAcq2TDFcAGUB

خېبرپښتونخوا کې افغان کمشنرېټ ویلي، د سرحدي چارو مرکزي وزیر امیر مقام او خېبرپښتونخوا کې د کډوالو کمشنر محمد عباس خان د يو اېن اېچ سي ار مشر ته هرکلی ويلی، او مرکزي وزير د يو اېن اېچ ار د مشر سره پاکستان کې اوسېدونکو کډوالو په اړه جامع بحث کړی دی.


ويل شوي، په بحث کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د خېرښېګړې او ښه راتلونکي يقيني کولو دپاره په ګډه د کار کولو ژمنه شوې ده.

https://www.facebook.com/commissionerate.afghan.refugees.kp/posts/pfbid0Ae78C5MEoLdYKy91J4UvfEzgDzxBVTywED3C92KF9ZJxRcxNq4X2nsQUdqG5fum5l?rdid=v2zOsuWwZO96npNz

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی، چې پاکستان د تېر کال اکتوبر په میاشت کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيانو د ويستلو اعلان کړی وو. د پاکستان د سېفران وزارت وايي د تېر کال راهسې خواوشا پينځه لکه افغان کډوال بيرته ستانه کړل شوي دي.

د پاکستان تېر نګران حکومت د تېر کال په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي. او وروسته بيا ويل شوي وو، په دويم او درېم پړاو کې به قانوني اسناد لرونکي کډوال هم اوباسي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

خو د روان کال اپرېل په مياشت کې د پاکستان حکومت قانوني اسناد لرونکو يا د پروف اف رجسټرېشن پي او آر (PoR) کارډ موده تر روانې مياشتې جون د 30مې پورې غځولې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، پاکستان کې په کال 2007 کې د يو اېن اېچ سي ار په مرسته 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ شوي او دوی ته پي او آر کارډونه ورکړل شوي وو، دويمه درجه کې افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي) کارډ لرونکي دي د چا رجسټرېشن چې د پاکستان حکومت په 2017م کې کړی وو او درېم هغه دي چې د کال 2021م نه پس پاکستان ته راغلي او د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه خواوشا شپږ لکه افغانان پاکستان ته راکډه شوي وو.

د پاکستان د سېفران وزیر امير مقام تېره میاشت وي او اې ډیوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو،پاکستان کې د پي او آر کارډ لرونکو شمېره د 13 او 14 لکو په مينځ کې ده، د اې سي سي والو تعداد اته لکه دی او ډېر داسې دي چې هیڅ اسناد نه لري، اندازاً د هغو شمېره هم د اووه، اتو لکو يا لسو لکو پورې ده، نو تراوسه پورې پاکستان کې د 33 نه 35 لکو پورې افغان مېشت دي.

هغه ويلي وو، مخکې پرېکړه شوې وه چې اول به غېر قانونه، بيا اې سي سي او پي او آر کار لرونکي ويستل کيږي، خو "اوس مونږ يوه نوې سمري جوړوو چې پي او آر کارډ کارډ لرونکو ته نوره موده ورکړل شي، کوم حالات چې د افغانستان دي او څه صورتحال دی نو په هغې سلسله کې مونږ لګيا يو د ټولو سره په رابطه کې يو".

هغه زیاته کړې وه، "زمونږ د کورنيو، دفاع او قانون وزارت او نورو سره ناسته شوې او په هغې کې اتفاق په دې شوی، او ما ويلي، کم نه کم د شپږو مياشتو نه تر يو کال پورې دی (دوی ته موده) وغځول شي، چې د نړيوالو ادارو او افغان کډوالو اطمينان وشي".

خو پاکستان تراوسه پورې په قانوني توګه پاتې کېدونکو افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو د نوې مودې اعلان نه دی کړی.