افغانستان: خپل سپرلیګ لوبو ته به پاکستاني پښتانه لوبغاړي هم راغواړو

Asghar Stanikzai Afghanistan cricket captain

د افغان کرکټ بورډ ستر سلاکار عزیزالله فضلي ویلي په دوبۍ کې کیدونکې افغان پریمئېرلیگ کې به پاکستاني کرکټ لوبغاړو ته هم موقع ورکوي.

د وي او ای ډیوه افتخار حسین سره د یوې ځانګړې مرکې په مهال ښاغلي عزیز الله فضلي نه پوښتنه وشوه چې " ایا پاکستان کې پښتانه کرکټ لوبغاړو سره افغان کرکټ بورډ د اړیکو جوړولو هڅه کړې یا اراده لري؟ " ښاغلې فضلي په ځواب کې ویلي: " یواځي د پاکستان پښتانه نه، د پنجاب صوبې لوبغاړو نه هم غواړي چې افغانستان سره لوبې وکړي او افغان پریمئېر لیگ کښې به ورله پورا موقع ورکوي.٬٬

افغانستان هم د نړۍ د نور هاغه کرکټ کونکې هېوادونو په صف کې اودریدل غواړي چې خپل (ټي ټوېنټي) یا د شل اورونو ټورنامنټونه لري.

د تیرې جنورۍ په میاشت کښې افغان مامورینو فیصله کړې وه چې د کال ٢٠١٨ اکتوبر میاشت کښې به د افغان پریمئر لیگ مقابلې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر شفیق ستانکرۍ په دې اړه " اي اېس پي اېن کرک انفو" ویب پاڼې ته ویلي دا ټورنامنټ به عرب اماراتو کې کیږي او پنځه ټیمونه به پکښې ٢٣ مقابلې کوي.

نوموړي ویل ټولو اېشیايي کرکټ لوبغاړو سره ښې اړیکي غواړي.

د افغان کرکټ بورډ ستر سلاکار عزیز الله فضلي زیاتوي " لوبې(سپورټس) د پولو یا سرحداتو پورې محدودیت نه لري او افغان قام د هر وطن ښو لوبغاړو سره مینه لري او ښه روابط ورسره ساتل غواړي.

افغان کرکټ لوبډله به د جون میاشتې د دریمې نیټې نه هندوستان کښې د درې ټي ټوینټي او یو ټیسټ لوبه کوي. د هندوستان پرضد دغه ټېسټ لوبه به د افغانستان لومړۍ ټسټ لوبه وي.