چارواکي وائي دزيارت په ورځ طالب جنگيالو هاغه ٨ افغان مزدوران وژلي چې په يوه امريکائي پوځي اډه کې دکارونو لپاره په لاره روان وؤ.
په لوگر ولايت کې دپوليسو مرستيال مشر رئيس خان صديق ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې” په کيمپ شينک کې کارکوونکي ٨ افغان مزدوران طالبانو نن سحر وژلي دي“
دروژې دمياشتې دپيل کيدو څخه راپديخوا افغانستان کې ترسره شوى دغه تر ټولو خونړى بريد گڼل کيږي.
دپوليسو مرستيال مشر وويل” هغوي دخپل گاډي څخه په زوره راويستل شوي وؤ اؤ دسړک څخه د٢٠٠ؤ ميټرو په فاصله يو نزدې کلي ته دبوتللو وروستو يو په يو په سر کې په گولۍ ويشتل شوى“
پوليس چارواکي وائي چې ددغو مزدورانو مړي په داسې حالت کې موندل شوي چې سترگې يې تړلې وې اؤ هغوي په پوځي اډه کې کارکوونکي عام اولسي وگړي گرځول شوي دي.
په ټول افغانستان کې دامريکا اؤ نيټو په پوځي اډو کې مقامي عمله په تعميراتي منصوبو اؤ يا دصفايۍ کوونکو په توگه کار کوي.
ددغه حملې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو طالبانو په روژه کې دخپلو بريدونو دسيوا کولو ژمنه کړې.
بلخوا پوليس چارواکي وائي په کندوز ولايت کې طالبانو دپوليسو په يوه پوسته بريد کړى چې له امله يې دوه عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.