هرات کې په امريکائي قونصل خانه حمله ، درې عسکر،٧ جنگيالي مړۀ

US Consulate Herat

دافغانستان په لويديز هرات ښار کې طالب جنگيالو دجمعې په ورځ په امريکائي قونصليټ حمله اؤ دافغان اؤ امريکائي عسکرو سره يې نښته کړې ده.
دامريکا خارجه محکمې هرات کې په امريکائي قونصل خانه دشوې دغه حملې پخلى کړى دى.
سرچينې وائي سحر مهال ترسره شوې دغه حمله کې دوه افغان پوليس اؤ يو ساتونکى اؤ ٧ بريدکوونکي وژل شوي اؤ دامريکائي قونصليټ وينا ده چې دهغوي عمله محفوظه ده.
ددغه حملې ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې ده اؤ وئيلي يې دي چې دامريکائي قونصل خانې دودانۍ سره نزدې يو ځانمرگي بريد ترسره شوى اؤ وروستو ډزې شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې بريد کې ١٣ بهرني اؤ ١٢ افغان عسکر وژل شوي دي.
سرچينې وائي ديوې درنې چاؤدنې له امله دقونصلگرۍ دروازه ماته شو ه اؤ وروستو بريدکوونکي دودانۍ احاطې ته وردننه شول.
دهرات ولايت دپوليسو مشر جنرال رحمت الله صافي ترمخه دبارودو څخه دډکو دوؤ گاډو دچاؤدنې وروستو تندلارو دقونصليټ په ساتونکو امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي.
هغه وويل دبارودو نه دډکو گاډو دډرائيورانو پشمول نښته کې ٧ بريدکوونکي وژل شوي اؤ ٧ کسان نور ژوبل شوي دي.
دامريکا دخارجه محکمې وياند ماري هارف يو بيان کې وئيلي دي چې يو هاغه ټرک چې پکې بريدکوونکي ناست وؤ دقونصل خانې تر مخکينۍ دروازې پورې رسيدلى، دټرک دچاؤديدو په وجه مخکينۍ دروازې ته زيان رسيدلى اؤ دامريکا ځانگړي ځواکونه دودانۍ دمحفوظولو لپاره سيمې ته رسيدلي.