چین د افغانستان نه د چڼغوزو اخیستل بیا شروع کړل

  • ایاز گل

په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د چڼغوزو تجارت د دواړ ملکونو ترمنځ د پاین نېټ کورېډور یا د هوا دلارې د چڼغوزو راهداري وبلله او ویې وېل د افغانستان چڼغوزي په د چین ولس ته ښه خوند ور ورسوي

چین د افغانستان سره د هوا دلارې تجارتي رابطه بیا فعاله کړې ده چې د ډول د طالبانو د واکمنۍ لاندې هېواد کې د اقتصادي او انساني بحران مخه ونیول شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه افغانستان سره د تجارتي رابطې د بحالوولو په لړ کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ یو هوايي جهاز 45 ټنه چڼغوزي (جلغوزي) د چین مارکیټونو ته رسولو دپاره د کابل یوړل.

د طالبانو یو ترجمان بلال کریمي وي او ای ته وویل دوی امید کوي چې چین سره به تجارتي هلې ځلې دوام ولري او د دواړو ملکونو ترمنځ به تجارتي تعلقات زیات شي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د چڼغوزو تجارت د دواړ ملکونو ترمنځ د پاین نېټ کورېډور یا د هوا دلارې د چڼغوزو راهداري وبلله او ویې وېل د افغانستان چڼغوزي په د چین ولس ته ښه خوند ور ورسوي.

د طالبانو ترجمان بلال کریمي وویل چین ته چڼغوزي د چین او طالبانو ترمنځ د هغه په قول د ښو مذاکراتو په نتیجه کې لېږل شوي دي. هغه امید څرګند کړو چې په اینده ورځو کې به د دوه اړخیزه تجارت په نورو برخو کې هم پرمختګ وشي.

طالب ترجمان وویل چین ته د چڼغوزو لېږل د دواړو ملکونو ترمنځ نوي شروعات دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ټوېټر دلارې وویل چې د چڼغوزو د تجارت نه ترلاسه کېدوونکي په سلګونو مېلینونو ډالرو امدن به ګڼ شمېر افغان کروندګر ګټه ور شي.

چینايي سفیر وویل د چڼغوزو وړې دانې به افغان ولس ته خوشحالي او د چین خلکو ته به ښه خوند ورکړي.

وانګ یوو وویل د " پاین نټ کورېډور" یا د چڼغوزو هوايي راهداري د چین او افغانستان د ملګرتیا اهم تړون دی.

چین افغانستان نه د چڼغوزو اخیستل په 2018 کې شروع کړی دی چې دا ډول د افغانستان نه د تازه او وچې مېوې صادرات زیات شي. هغه وخت د چارواکو اندازه وه چې افغان تاجران به چین ته هرکال 23000 ټنه چڼغوزي د لېږلو جوګه شي او افغانستان ته به 800 مېلین ډالر امدن ورکوي.

د وي او ای رپورټ وايي چین د ډیر وخت راهسې کوشش کوي چې د تجارت دلارې په افغانستان کې ثبات په ځای شي او د چین ضد وسله والو مخه ونیول شي چې د افغانستان نه د چین او په خصوصي توګه په سنکیانګ کې حملې ونکړی شي.

تېره هفته د چین خارجه وزیر وانګ يي په قطر کې د طالبانو سره دوه ورځې خبرې وکړې. د دغو خبرو وروسته وانګ وویل په افغانستان کې د ثبات وروسته به چین ورسره د تجارت او بیا رغونې په برخو کې خبرې کوي چې دا ډول سیمه اییز تړون په زیاتولو کې په ازاده ډول افغانستان د پرمختګ ترلاسه کولو صلاحیت ولري.

وانګ افغانستان ته د شپږ مېلین ډالرو د مالي امداد اعلان وکړو. د دې نه وړاندې چین افغانستان سره د دېرش مېلین ډالرو مالیت انساني امداد اعلان کړی و.

واشنګټن او په پراخه کچه نړیوالې ټولنې طالبان لا په رسمي ډول نه دي پیژندلي او په طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنه کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشتوالې تشویش څرګند کړی دی