د طالبانو خلاف جنګیدونکي افغان انجلۍ د غور مرکز ته منتقل کړی شوي ده

قمرګل وویل هغې او ورور یې د طالبانو په ضد جګړه جاري وساتله او بیا یې د کلي نور خلک هم راغلل او طالبان یې په شا په تلو مجبور کړل

د افغانستان د غور ولایت په تیواره ولسوالۍ کې ۱۵ کلنې انجلۍ طالبانو دلاسه د مور او پلار د وژل کېدو په بدل کې دوه وسله وال وژلي دي او افغان مامورینو ویلي د قمر ګل د تحفظ په خاطر هغه د ولایت مرکز فېروز کوه ته منتقل کړی شوي ده.

قمرګل ویلي تېره هفته طالب وسله وال کور ته ورغلل او د هغې مور او پلار یې د حکومت د ملاتړ په الزام ووژل خو هغې مزاحمت وکړو، د پلار په کلاشنکوف یې دوه حمله کوونکي ووژل یو دریم یې زخمي کړو.

قمر ګل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په فېروزکوه کې د غور د والي په دفتر کې خبریالانو ته وویل طالبانو یې د کور دروازه ماته کړه، مور او پلار یې راوویستل او د دوې په مخکې یې په ډزو ووژل کړل. هغې وویل بیا د پلار ټوپک راواخیستلو او دوه طالب وسله وال يي ووژل او بل یې زخمي کړو.

قمرګل وویل هغې او ورور یې د طالبانو په ضد جګړه جاري وساتله او بیا یې د کلي نور خلک هم راغلل او طالبان یې په شا په تلو مجبور کړل.

په فېروز کوه کې د قمر ګل په خبري غونډه کې شریک د وي او ای خبریال وویل افغان مامورینو قمرګل او د هغې ورور د خپل کلي ګریواه نه فېروز کوه ته د هغوی د تحفظ په خاطر منتقل کړي دي او ممکنه ده چې دواړه ورور او خور په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره هم ووېني.

طالبانو د دې خبرې تردید کړی دی وسله وال یې په هغه جګړه کې وژل شوي چې قمرګل یې ‌ذکر کړی دی خو وايي په تیواره ولسوالۍ کې طالبان د افغان پولیس سره جنګیدلي دي.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه د قمرګل او د طالبانو ترمنځ نښته کورنۍ جګړه وه او دا چې یو وژل شوی طالب وسله وال د قمرګل خاوند و.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي قمر ګل په افغانستان کې د یوې اتلې په توګه مشهوره شوي ده او د افغان مېرمنو د زړه ورتیا او د مزاحمت علامت ګڼل کیږي. په سوشل میډیا د کلاشنکوف په لاس د قمر ګل تصویر ډیر خپور شوی دی.

د غور والي نور محمد کوهنورد د شورو، چهارشنبې، په ورځ قمرګل سره د ملاقات په وخت هغې ته ډاډ ورکړو چې حکومت به یې په مکمله توګه ملاتړ کوي. هغه قمرګل ته وویل د افغانستان حکومت د هغې ستاینه کوي، افغان مېرمنې د هغې په اتلۍ، جرات او زړه ورتیا فخر کوي.

د غور ولایت یو اوسیدونکي حسن حکیمي وویل حکومت دې قمر ګل ته ملالۍ میډال ورکړي او د هغې د تعلیم او سوکاله ژوند لاره دې هواره کړي.

په افغانستان کې انساني حقونو کارکوونکي وايي طالب اکثر ملکي خلک حکومت سره د مرستي په تور په هدف کوي.

د افغانستان د انساني حقونو خپلواکه کمېشن ترجمان ذبیح الله فرهنګ وي او ای ته وویل د مارچ د میاشت نه د اپرېل ې نیمايي پورې ۸۳ ملکي کسان په هدفي حملو کې وژل شوي او ۱۱۹ زخمیان شوي دي چې نیمايي حملې پکې طالبانو کړي دي.

افغان کمېشن د شمېرو ترمخه د ۲۰۲۰ په لومړو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۳ ملکي کسان وژل شوي ا ۱۷۴۴ نور زخمیان شوي دي چې د امریکې او د طالبانو د امن لوظنامې باوجود هم د ملکي تلفاتو لوی شمېر ګنل کیږي.

یادونه: دا خبر د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره روشن نورزۍ او خلیلی نورزۍ رالیږلی دی