غني او بایډن پخپلې وروستۍ ټلیفوني رابطې کې یو بل ته څه وویل؟

په کابل باندې د طالبانو د قبضې نه مخکې چې د امریکا صدر جو بايډن له خپل افغان سیال اشرف غني سره کومې ټلیفوني خبرې کړې وې، د هغو خبرو ټرانسکرېپټ یا متن په دې وروستیو کې رسنیو ته راوتلی دی.

رائټرز خبري اداره چې دا متن یې لیدلی، وایي چې بایډن او غني پخپلې وروستۍ ټلیفوني رابطه کې په پوځي امداد، سیاسي سټراټيجۍ او د پیغام رسولو په ټکټيکونو بحث کړی، خو داسې ښکاري چې نه بایډن او نه هم اشرف غني دې فوري خطرې ته آماده و یا ورباندې خبر و چې ټول ملک به طالبانو ته په لاس کې ولوېږي.

اشرف غني او جو بایډن د جولائی په ۲۳مه نېټه، قریب څوارلس (۱۴) مېنېټه ټلیفوني خبرې کړې وې. د اګسټ په ۱۵مه اشرف غني د افغانستان له صدارتي ماڼۍ (ارګ) نه وتښتېد او طالبان کابل ته ننوتل. له هغه وخت راهیسي، لسګونه زره لاچاره افغانان له هېواده کډه کړې ده. همدا راز د امریکاییانو د انخلا مېشن په ترڅ کې چې د کابل په هوايي ډګر سره کومه ځانمرګې چاودنه وشوه، ۱۳ امریکایي پوځیان او قریب ۱۷۰ افغانان هلته ووژل شول.

رائټرز خبري اداره وایي چې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو وروستۍ ټلیفوني رابطې ټرانسکرېپټ یې کتلی او غږ یې هم ورته اورېدلی چې له متن سره یې پرتله کړي. رائټرز وایي دا مواد ورته یوې داسې ذریعې ورکړي چې د دې کار اختیار یې نه درلود، خو غوښتل یې چې نوم یې پټ وساتل شي.

د رایټرز د رپوټ ترمخه، په دې ټلیفوني خبرو کې بایډن وړاندیز کړی چې که غني کولای شي عام اعلان وکړي چې په افغانستان کې د کړکېچ د قابو کولو دپاره کوم پلان لري، نو امریکا به ورسره مرسته وکړي. بایډن په دې خبرو کې وایي: «که مونږ پوه شو چې پلان څه دی، مونږ به نږدې هوایي (د جنګي جهازونو) مرسته برابره کړو.»

د بایډن او غني د دې ټلیفوني خبرو څو ورځې مخکې، امریکا د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو هوایي بمبارۍ کړې وې، چې طالبانو بیا هغه د دوحه لوظنامې خلاف ورزي بللې وه.

د امریکا صدر په دې ټلیفوني خبرو کې غني ته دا مشوره هم ورکړې چې د یوې نوې پوځي سټراټيجۍ دپاره دې د قوت لرونکو افغانانو نه نظر واخلي او یو "جنگیالی" دې د دې کوششونو مشرۍ ته وټاکي، چې دلته یې اشاره د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي ته ده.

بایډن له غني سره پخپلو ټلیفوني خبرو کې د افغانستان وسله وال ځواک، چې د امریکا حکومت تعلیم ورکړی او پیسې یې ورکولې، هم ستایي او وایي: «واضحه ده چې ته بهترینه پوځ لرې. ته د اویا، اتیا زره (طالبانو) په وړاندې، درې لکه (۳۰۰۰۰۰) عسکر لرې چې په وسایلو سمبال دي، او ښکاره خبره ده چې هغوی د ښه جنګ کولو صلاحیت لري.»

د دې خبرو نه څو ورځې پس، افغان پوځ د ولایتونو سرښارونه، طالبانو ته ورپرېښوده او ډېره لږه جګړه یې وکړه.

د افغانستان او امریکا د مشرانو په دې ټلیفوني خبرو کې، بایډن په هغه څه ترکیز کړی چې د افغان حکومت د "ادراک" ستونزه ورته وایي. بایډن وایي: «ضروري یې نه ګڼم چې درته ووایم په ټوله نړۍ او د افغانستان په ځینو برخو کې، زما په باور، دا خیالات شته چې د طالبانو په ضد جنګ کې حالات سم ندي روان. او که دا خیالات رښتیا وي او که نه، خو ضرورت دی چې یو بېل تصویر وړاندې کړی شي.»

بایډن په دې خبرو کې غني ته وایي چې که د افغانستان اهم سیاسي مشران یوځای یو مطبوعاتي کنفرانس کې حاضر شي او د یوې نوې پوځي تګلارې ملاتړ وکړي، «فکر کوم چې دا به (د افغانستان د جګړې په اړه) خیالات ډېر بدل کړي.»

د صدر بایډن دا خبرې ښیي چې هغه نه پوهېده چې طالبان به دومره ژر پرمختګونه وکړي او ۲۳ ورځې پس به کابل ته هم راننوځي. بایډن پخپلو خبرو کې غني ته زیاته کړې ده: «مونږ به د سیاسي، سفارتکاري، او اقتصادي اړخه پوره سختو کوششونو ته دوام ورکړو چې یقیني کړو ستاسو حکومت نه یوازې بقا راوړي، بلکې استحکام پیدا کړي او پرمختګ وکړي.»

د نهې/سې شنبې په ورځ، وایټ هاوس په دې خبرو باندې د څه تبصرې کولو نه ډډه وکړه.

که چې بایډن او غني هغه خبرې کړې وې، د هغه نه پس وایټ هاوس یو بیان جاري کړی و او هغه کې یې ویلي و چې بایډن د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته کولو ټینګار کړی او ویلي چې دوی ته به د کانګرس نه د امداد د بجټ منظورېدل وغواړي.

بل اړخ ته په دې ټلیفوني خبرو کې چې د جولائی په میاشت کې ترسره شوې، غني بایډن ته ویلي چې د دې په باور، که چېرته په پوځي حل لارې کې اصلاحات راشي، نو امن راتلی شي، خو غني زیاته کړې چې «مونږ ته په کار ده چې په تېزۍ عمل وکړو.»

غني دې خبرو کې بایډن ته دا هم ویلي چې: «مونږ د یو پوره یلغار سره مخامخ یو، چې هغه کې طالبان، د پاکستان منصوبه بندي او لاجسټيک ملاتړ، او کم از کم لس – پنځلس زره نړېوال ترهګر چې اکثریت یې پاکستانیان دي، دې کې شامل دي.»

یاده دې وي چې د افغانستان د حکومت چارواکو، او امریکایي څېړنکارانو هر کله دا خبره یاده کوله چې طالبان، د پاکستان له اړخه د امداد او مرستې په نتیجه کې بېرته پیاوړي شوي دي.

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت دا الزامونه رد کوي او د دې سفارت یو ویاند رائټرز خبري ادارې ته ویلي: «واضحه ده چې د پاکستان نه د طالب جنګیالیو د اووښتلو افسانه، له بده مرغه د ښاغلي غني له خوا یوه بهانه ده چې د مشرۍ او حکومتدارۍ په برخه کې خپله ناکامي ورباندې پټه کړي.»

رائټرز خبري اداره وایي چې د دې رپوټ دپاره یې د اشرف غني له کارمندانو سره د رابطې کوشش کړی، خو د هغو د جواب په اخیستو کې پاته راغلې ده. د اشرف غني وروستی عام بیان هغه و چې د اګسټ په ۱۸مه په یو ویډیویي پیغام کې راڅرګند شو او ویې ویل چې د وینې توئیدنې د مخنیوي دپاره له افغانستانه وتښتېد. داسې ویل کیږي چې هغه اوس په متحده عربي اماراتو کې دی.