امریکایي سنېټر: افغان ځواکونه خپل د هېواد دفاع کولی شي، د امریکایي پوځیانو شمېر به کمیږي

امریکایي سنېټر، لېندسي گراهم پاکستان ته له سفر وروسته، کابل ته تللی او هلته یې ویلي چې په همدې هفته کې به صدر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر کمېدل اعلان کړي، او دا کمېدل ممکن په نوي کال کې پیل شي.

سنېټر گراهم چې پخپله د صدر ټرمپ له رېپبلېکن گوند سره تعلق ساتي، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې صدر ټرمپ به په هغه هېواد کې د امریکایي پوځیانو شمېر، له ١٢٠٠٠ نه ٨٦٠٠ ته راکم کړي. لیندسي گراهم باور وښود چې د افغان حکومت امنیتي ځواکونه کولای شي د خپل ملک دفاع وکړي.

بل اړخ ته د افغانستان صدارتي ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني د گل/دوشنبې ورځې په ماښام په صدارتي ماڼۍ کې له سنېټر گراهم سره لیدلي او د ترهگرۍ خلاف پر گډه مبارزه یې ټینگار کړی دی.

صدر غني د افغان ځواکونو د پیاوړي کېدو خبره هم یاده کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې ٩٠ فیصده عملیات، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترسره کوي.

خو له دې سره سره، سنېټر گراهم له افغانستان څخه د ټولو امریکایي پوځیانو د راوتلو مخالف دی. هغه نن د گل/دوشنبې په ورځ کابل کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل باید "شرایطو ته په کتو" وي، او بل دا چې طالبانو ته په کار ده پر خپلو هغو ژمنو ودریږي چې د مذاکراتو په بهیر کې یې کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چې له درې میاشتني ځنډ وروسته په قطر کې پیل شوې، د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا وځنډېدلې، او دلیل یې د کابل په شمال کې د بگرام هوایي اډې ته څېرمه چې د امریکایي پوځیانو مرکز گڼل کیږي، د طالبانو برید وبلل شو.

په هغه برید کې چې زمه واري یې طالبانو پر غاړه واخیسته، دوه افغان وگړي مړه او ٧٠ نور ټپیان شول.

د افغانستان د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د صدر غني او سنېټر گراهم د نننۍ لیدنې پر مهال، افغان ولسمشر د سولې د خبرو اترو په اړه، یوځل بیا له هېواده بهر د طالبانو د پناه ځایونو خبره رااوچته کړې او ویلي یې دي چې دا او د ډزبندۍ مسئله، د افغانستان د خلکو دوه پوښتنې دي چې باید جواب شي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د کوم ځانگړي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی، خو افغان چارواکي تل پاکستان ته گوته نیولې چې پخپل ملک کې یې افغان طالبانو ته پناه ځایونه ورکړي دي، او دا پناه ځایونه باید بند کړی شي.