د افغانستان د هلمند ولایت په سرښار باندې د طالبانو حمله او د خلکو اندېښنې

Helmand Map

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز، لښکرګاه ښار باندې طالبانو وسله واله حمله کړې ده او د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان رسنیو ته ویلي چې طالبانو د اتوار/یکشنبې ورځې په ماسپښین، له سختې جګړې وروسته د ښار د پولیسو څلورم ډېسټرېکټ (څلورمه امنیتي حوزه) نیولې ده.

د رپوټونو له مخې، وسله والو طالبانو دا حمله د شنبې/خالي ورځې په ماښام پیل کړه او جګړه د اتوار/یکشنبې په ورځ هم روانه وه.

د ولایتي شورا مشر زیاته کړې ده چې اوس جګړه د باباجي سیمې ترڅنګ دوام لري. یاده دې وي چې په هلمند کې دا دوه درې ورځې جګړو زور اخیستی او د خالي/شنبې ورځې راهیسي د لښکرګاه او کندهار ښارونو ترمنځ لویه لار هم تړلې پاته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، رسنیو ته ویلي دي چې په ناوه، نادعلي، چاه انجیر، او باباجي سیمو کې اوس حکومتي عسکر عملیات کوي او خلکو ته یې ډاډ ورکړی دی چې د طالبانو حمله به شنډه کړي.

طالبانو ویلي چې د دوی ځواکونو د شنبې/خالي ورځې په مازدیګر، د ګرېشک ولسوالۍ په مالګیر او باباجي سیمو کې څلور پوستې نیولي او ۱۸ عسکر یې وژلي دي. طالبانو د اتوار/یکشنبې ورځې د نښتو په اړه، د دې رپوټ تر خپرېدو پورې، تازه څه ندي ویلي.

مدني فعالانو ځایي رسنیو ته ویلي چې ځیني چېک پاینټونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. د هلمند د والي ویاند عمرځواک دا خبره تایيد کړې ده، خو ویلي یې دي چې دولتي عسکر د دې دپاره چې په جګړه کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، له یو شمېر چېک پاینټونو نه یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د هلمند والي محمد یاسین خان ویلي چې د حکومت قواوې، د ځمکې او هوا له لارو په طالبانو سخت بریدونه پیل کړي او په تېرو لسو ورځو کې یې په ټول هلمند کې کم از کم دوه سوه ۲۰۰ طالبان وژلي دي. د هغه وینا ده چې په وژل شویو طالبانو کې هغه کسان هم و چې څه موده مخکې د حکومت له زندانونو نه آزاد شوي و.

بل اړخ ته د لښکرګاه اوسېدونکي د جګړې د رانږدې کېدو له امله اندېښمن دي او وایي چې د ښار لارې تړلی شوي دي. په هلمند کې فعالانو د (هلمند وژغورئ #SaveHelmand) هشټګ هم په یو ټرېنډ اړولی دی.

د سولې د چارو یو فعال حمیدالله بارکزي د هملند د ځینو تصویرونو د خپرولو ترڅنګ، پر خپل ټویټر لیکلي: مه پرېږدئ چې هلمند دویم کندز وګرځي. هلمند وژغورئ.

قریب دا شل کاله کیږي چې طالبان په افغانستان کې جګړه کوي، خو تر اوسه یې د ټول افغانستان یو ښار هم په خپل قبضه کې ندی راوستی. طالبانو مخکې تر دې په وروستیو کلونو کې څو ځله د کندز او غزني ښارونو د نیولو هڅې وکړې، خو بېرته د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.

اوس دې ډلې په داسې حال کې د هلمند په سرښار لښکرګاه باندې پراخه حمله کړې ده چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د عملي پیل کېدو دپاره کوششونه روان دي.