جلال آباد کې پرله پسې چاودنو د روژه ماتي پر وخت خلک مړه او ټپیان کړل

(پخوانی عکس) په جلال آباد ښار کې پخوا هم چاودنو مرگ ژوبلې اړولي دي

د افغانستان د ختیځ ولایت ننگرهار په سرښار جلال آباد کې پرله پسې چاودنې شوي چې له امله یې خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار د والي ویاند عطا الله خوگیاڼي رسنیو ته ویلي په دې چاودنو کې چې د گل/دوشنبې ماښام مهال وشوې، لږ ترلږه درې کسان مړه او شل نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي خوگیاڼي زیاته کړې چې دغه چاودنې تالاشۍ چوک ته نږدې، د پولیسو یو گاډي ته څېرمه شوي او ښار یې لړزولی دی. د خوگیاڼي وینا ده چې د چاودنې ډول تر اوسه پوره معلوم نه دی خو خیال کیږي چې په لاس جوړ شوي بمونه به و.

سمدستي د دې چاودنو ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو د جلال آباد ښار شاوخوا سیمو کې هم د داعش ډلې پورې تړلي او هم د طالبانو جنگیالي شته دي.

د مارچ پر شپږمه نیټه هم په جلال آباد کې پر یو تعمیراتي کمپنۍ ځانمرگې چاودنه وشوه چې له امله یې لږترلږه ١٦ کسان مړه شول.

جلال آباد د افغانستان یو له سترو ښارونو ځیني دی چې پاکستان ته نږدې پروت دی او د تورخم لاره ورغلې ده.

په افغانستان کې د روژې په میاشت کې هم تشدد دوام لري او سره له دې چې امریکا، افغان حکومت او د سولې په مشورتي جرگې کې د خلکو استازو پر طالبانو غږ کړی چې ډزبندي دې وکړي، مگر طالبانو په یو بیان کې ویلي چې په روژه کې به هم د دوی حملې جاري وي.

تیره هفته یې په کابل کې پر یوې امدادي ادارې سخت برید وکړ چې له امله یې غیرپوځي وگړو ته د سر زیانونه واووښتل.