د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله نن په 15م اګست سهار پرانستل شوې، دواړو خواو ته پرې هر ډول تګ راتګ پيل شوی دی.
په تورخم پوله د 12م اګست په نېټه مازيګر ناوخته د پاکستان امنیتي ځواکونو او د افغانستان طالبانو په يو بل ډزې کړې وې، او د هغې وروسته پوله د دواړو خواو څخه د تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.
د زیارت، پنجشنبې، په سهار په تورخم پوله يو پاکستاني چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل، د تورخم سرحدي لار د پرانستل کېدو تصدیق وکړو.
وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار د رسنیو دفتر په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې هم د پولې پرانستل تاييد کړي دي.
په پوسټ کې ويل شوي، "تورخم دورازه، چې څلور ورځې وړاندې پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ په موخه تړلې وه، تېره شپه د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت او پاکستاني چارواکو خبرې وکړې چې په ترڅ کې يې نن سهار اووه بجې او ديرش دقيقې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه".
په تورخم پوله د 12م اګست په مازيګر د پاکستاني او طالب ځواکونو د ډزو د تبادلې په اړه پاکستان لوري ته چارواکو ويلي ووپه ډزو کې دوه پاکستاني امنيتي عسکر ژوبل شوي وو.
او د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن (ار ټي اې) په اېکس يو پوسټ کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع له قوله ويلي وو، "په تورخم د ډېورنډ فرضي کرښې (افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې) په اوږدو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو په افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړي، او افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشوي او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه تللې دي".
د ار ټي اې په خبر کې زياته کړل شوې، "د پاکستاني ځواکونو لخوا د ملکي خلکو کورونه په نخښه شوي، چې په پایله کې یې یوه ښځه او دوه تنه ماشومان" وژل شوي وو.
یو پاکستاني حکومتي چارواکي د 12م اګست په ماښام ناوخته وي او اې ډیوه ته ويلي وو، شخړه پس له هغې شروع شوه چې طالبانو په پوله څه تعمیراتي کار کولو او پاکستاني چارواکو طالبان منع کړل.
د چارواکي ترمخه، د دواړو خواو ډزې پيل شوې او تر ماښام پورې درنې ډزې روانې وې.
د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ په پوله تازه جګړه په داسې حال کې شوې چې په تورخم کې په 12م اګست په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کلېرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.
وروسته بيا د احتجاج کوونکو سره د خېبر ضلعې انتظامیې خبرې کړې وې، او تر سبا 16م اګست پورې وخت یې ورکړی چې د وقتي سفري اسنادو مسله به یې هواره کړي، او دغه احتجاج بيا ختم شوی وو.
خو د سفري اسنادو د نشتوالي له امله دواړو خواو ته اوس هم ګاډي ايسار پاتې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په پوله وخت په وخت د دواړو خواو امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړې شوي او پوله بيا د څو څو ورځو دپاره تړل شوې ده.