صدر اشرف غني وايي ځیني گاونډیان د هغه له ماغزو او تدبیره ویره لري

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني وایي ځیني گاونډي هیوادونه د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې په هغه کې اشرف غني نه وي، "مگر دوی له اشرف غني نه، بلکې د هغه له مغزو او تدبیر وېره لري."

صدر غني دا خبره په ننگرهار ولایت کې د اچین، نازیان، مومنددرې، او غني خیلو له قومي مشرانو سره په خبرو کې وکړه. افغان ولسمشر نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ننگرهار ولایت غني خیلو ولسوالي ته تللی و چې تر دې وروستیو پورې د داعش ډلې مرکز بلل کیده خو د افغان پوځیانو په عملیاتو کې دا سیمه اوس له داعش څخه پاکه شوې ده.

د ارگ د یوې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان ولسمشر د پاکستان سیاست ته په اشارې سره وویل: " په عمل کې مې ټولو ته ثابته کړه چې موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو. پخوا به یې چې تورخم بند کړ، نو په کابل کې به لړزه وه، خو که اوس یې موږ وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي، مګر موږ دا کار ځکه نه کوو چې موږ د فصل [جدا کولو] نه، د وصل [یوځای کولو] خلک یوو."

ولسمشر غني د ننگرهار ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره هم وکتل

صدر غني د دې ترڅنگ چې د شینوارو په سیمو کې یې د داعش ډلې ورکېدل، د پام وړ بری وباله، طالبانو ته یې بیا هم د سولې بلنه ورکړه او دا ځل یې وویل چې طالبان دې د سولې د مذاکراتو دپاره کابل ته ورشي او هغه حاضر دی چې طالبانو ته په کابل، ننگرهار، یا کندهار کې دفتر ورکړي او امنیت یې هم وساتي.

هغه دا هم وویل چې د سولې د مذاکراتو لپاره، له مسکو څخه، مکه مکرمه غوره ده، او دا چې طالبان ولې د مکې پرځای مسکو ته ولاړل، باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي.

یاده دې وي چې څه موده وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شول چې گني طالبان به له امریکایي استازي، زلمي خلیلزاد، او د افغان حکومت له پلاوي سره په سعودي عرب کې وگوري، خو وروسته دا لیدنې ونه شوې او طالبانو یوازې له خلیلزاد سره د قطر په سرښار، دوحه کې وکتل.

دا ټکی هم د یادولو وړ دی چې د قطر او سعودي عرب ترمنځ اړیکې له تیرو څو کلونو راهیسي خرابې شوې دي.