څېړونکي وايي په اسلام آباد کې د پاکستان د رياست په لاس راجوړه شوې د افغان طالبانو د غونډې ځنډېدل د ولسمشر اشرف غني د حکومت اوږد مهاله لاس ته راوړنه ده چې د پاکستان او د طالبانو دواړو پټ هدفونه يې هم راښکاره کړل.
ناقدين وايي د امريکا او د افغان حکومتونو د صلاح مشورې پرته په خپل سر د طالبانو سره رسمي غونډه جوړول دا په ډاگه کوي چې طالبان د پاکستان د اثر نه ازاد نه دي او د پاکستان دغه دعوې هم ردوي چې په طالبانو يې اثر نشته.
د نړيوالو چارو کار پوه پروفيسر اعجاز خټک وايي: "د امريکا د صلاح نه بغير د خبرو اترو ځای بدلول به د امن په پروسه بدې اغېزې ولري."
که هر څو په افغانستان او نوره نړۍ کې د طالبانو اييني او قانوني حيثيت نشته، خو د گاونډي ملاتړو په زور گڼي چې دوی په افغانستان کې د بل هر چا قوي طاقت دی.
د پښتو متل دی چې څوک يې کلي ته نه پرېږدي او وايي زه به د خان مېلمه يم. د طالبانو حثييت په نړيواله کچه څه دی او سينه يې راويستلې ده چې د افغانستان د راتلونکي او د ياد هېواد نه د خارجه ځواکونو د وتلو معياد به دوی ټاکي.
د افغانستان ملگرو ملتونو ته اعتراض کول چې د طالبانو د مشرانو نومونه لا د ملگرو ملتونو د امنيتي شورا د تور لېسټ نه ويستل شوي نه دي خو هغوی په پاکستان کې رسمي خبرو اترو ته بلل شوي دي او په دې غوښتنه د ملگرو ملتونو چټک گامونه پورته کول چې پاکستان د دې عمل نه منعه کړي، د افغانستان د حکومت لويه گټه او د پاکستان سفارتي بایله گڼل کيږي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د ميشت پښتنو او بلوڅو د بشري حقونو د خوندي کولو په سر په خپل ټويټ کې انديښنه څرگنده کړې وه چې پاکستان پرې بد منلي وو او دا عمل يې د ملک په کورني چارو کې لاس وهنه بللې وه.
څېړونکي پوښتنه کوي پاکستان ته دا اختيار چا ورکړی چې په خپل سر طالبانو ته رسمي بلنه ورکړي او آن تر دې خبرونه خواره شول چې د طالبانو د وفد يې د پاکستان په دوره راغلي سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره هم د خبرو اترو پلان لرلو.
وتلی ژورنالېسټ رحيم الله يوسفزي ويلي د طالبانو او د سعودي عرب تعلقات ښه نه دي.
خو داسې ښکاري د افغانستان سفارتي هلو ځلو په يو کاڼي دوه نه چې ډېرې مرغۍ وويشتلې ځکه يو خوا يې د پاکستان دغه هڅه شنډه کړه چې د طالبانو د وفد سره په سرکاري کچه خبرې وکړي، بل خوا يې طالبانو ته هم د هغوی قانوني حيثيت په گوته کړو خو د دې سره سره يې د طالبانو سره د امريکا په قطر او د روس سره په ماسکو کې د خبرو اترو او غونډو جوړولو حيثيت هم د پوښتنو سره مخ کړ.
د اتوار يا يکشنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني او د امريکا د افغانستان د امن لپاره خصوصي استازي زلمي خليلزاد تر منځ ليدل کتل هم ډېر مهم دي چې په گډه يې غوښتنه کړې چې پاکستان او طالبان دې په خپلو کې اړيکو وضاحت وکړي.
د پاکستاني ميډيا د رپورټونو تر مخه د طالبانو د وفد او د پاکستان وزير اعظم عمران خان تر منځ خبرو اترو په سر د طالبانو خپل منځي اختلافونه هم رامنځ ته شوي ځکه ويل کيږي ځينې د طالبانو مهم مشران د امن خبرې اترې د پاکستان د اثر نه ازادې غواړي.
د پاکستان په اېسټيبلېشمنټ تورونه لگول کيږي چې يو څو خاص خلک د طالبانو په مشرۍ د امن خبرو اتر د پاره ټاکي چې تر ټولو د اعتبار وړ ورته عباس ستانکزی دی.
خو د بلې خوا ځينې سرچينې وايي د پاکستان د افغانستان د امن د خبرو اترو پروسه په خپل لاس کې ساتل نه يواځې په جگړه کې ښکيل هېوادونو ته انديښنې پيدا کوي بلکې د طالبانو د خپل منځي اختلافونو لامل هم جوړيږي.
څېړونکي وايی د اشرف غني د سفارتي لاس ته راوړنې په ترڅ کې دا امکان پيدا کيږي چې طالبان په خپل هغه موقف کې نرمي راولي چې د افغانستان د حکومت سره نيغ په نيغه خبرو اترو ته نه کيني.
بحثونه او څېړنې ښايی په موجوده حالاتو کې د خبرو اترو کنجي د افغانستان د حکومت په لاس کې ورغلې ده او که طالبان غواړي د مشرانو نومونه يې د تور نوملړ نه وويستل شي، چې څومره ژر د افغان حکومت سره خبرو اترو ته کيني هم دومره ژر به بيا د يو سياسي ډلې په حيث ورته رعايتونه ورکړل شي.