طالبان له امریکا سره خبرې، خو پر افغان ځواکونو حملې کوي ـ مقصد یې څه دی؟

طالبانو ویلي چې د قطر په سرښار، دوحه کې له امریکایي استازي سره د دوی خبرې چې په گل یا دوشنبې ورځې پیلې شوي، نن هم روانې وې او سبا (د شورو یا چهارشنبې ورځ) ته به هم دوام وکړي.

له امریکایي اړخ سره د طالبانو مخامخ خبرې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې طالبانو پرون په یوې خونړۍ حملې کې، گڼ شمیر افغان امنیتي کارکوونکي ووژل. دا برید په میدان وردگ کې وشو او له برید وروسته، د مرگ ژوبلې په اړه مختلف قسم راپورونه ورکړل شول. ځینو د مړو شمیر له سلو اوچت وښود، خو د ملي امنیت ریاست (استخباراتي اداره) وایي چې په دې حملې کې ٣٦ تنه وژل شوي او ٥٨ نور زخمیان شوي دي.

که څه هم د افغانستان د جگړې د ختمیدو خبرې په دې وروستیو کې تودې شوې دي، خو د میدان وردک پیښه، په تیرو ١٧ کلونو کې د طالبانو یو تر ټولو خونړی برید و، او د دې ترڅنگ، طالبان وایي چې د دوی د الخندق عملیاتو په ترڅ کې، په مختلفو ولایاتو کې هم پر دولتي افغان ځواکونو بریدونه شوي دي.

ځیني څیړونکي وایي چې طالبان د امریکا سره د خبرو پر مهال، غواړي د افغانستان د جگړې په میدان کې ځانونه زورور وښیي، نو له همدې امله یې دا برید ترسره کړی. طالبانو هم پر خپل ویب سایټ لیکلي چې د پروني خونړي برید "ننداره یې د ارګ میشتو ترڅنګ واشنګټن او پنټګان هم وکړه." له دې خبرې هم جوتیږي چې طالبان غواړي د خبرو پرمهال، امریکاییانو ته خپله جنگي وړتیا څرگنده کړي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د آسیا د پروگرام نایب مشر، اندریو وایلدر وایي: "د امریکا د انتظامیې بیان شوې پالیسي "جنگ او خبرې" دي، نو که طالبان هم همدا تگلاره پرمخ وړي، او د مذاکراتو په ترڅ کې د خپل موقف د ټینگولو په موخه غټې حملې ترسره کوي، مونږ باید حیران نشو."

خو دا پوښتنه هم رااوچتیږي چې طالبان امریکا ته د خپل زور ښودلو په منظور، ولې خپل مسلمان افغانان وژني؟

طالبانو د نهې یا سې شنبې په ورځ پر خپل ویب سایټ یوه لیکنه خپره کړه او په هغې کې یې وویل چې په میدان وردگو کې د ملي امنیت پر مرکز یې له ډیرې مودې راهیسي څار و. طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو دا تور لگولی چې گني هغوی "بې ګناه عام افغانان، ښځې او ماشومان فقط په دې جرم وژل چې د طالبانو تر ولکې لاندې ساحو کې ژوند کوي."

مگر تر اوسه هیڅ داسې شواهد او یا رپوټونه په لاس کې نشته چې افغان ځواکونو دې عام کسان په داسې تور وژلي وي. کله کله په پوځي عملیاتو کې عامو وگړو ته مرگ ژوبله اووښتې، خو افغان ځواکونو هغه سهوي حملې بللي او طالبان یې ملامت کړي چې ولې په جنگ کې، د عامو خلکو په کورونو کې پټیږي.

که څه هم طالبان د سولې په خبرو کې یوازې امریکا خپله سیاله گڼي او حاضر نه دي چې له افغان دولت سره خبرو ته کیني، مگر د جگړې په میدان کې اوس مهال له امریکایي سره نه، بلکې تر ډیره له خپلو افغانانو سره په جنگ کې ښکیل پاته شوي دي.

افغان حکومت هم په دې وروستیو کې پر طالبانو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په تیرو څو میاشتو کې یې د طالبانو لسگونه مشران او کمانډران، په هدفي هوایي حملو کې له منځه وړي دي. خو کابل د جگړې د پرمخ وړلو ترڅنگ وایي چې حاضر دی له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته هم کیني.