د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نیټه معلومه شوه ـ سرچینه

په افغانستان کې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن یوې سرچینې ویلي چې نوموړی کمیشن په پام کې لري چې د ٢٠١٩ کال د اپریل پر ٣٠مه نیټه چې د ١٣٩٨ لمریز کال د وري میاشتې له ٣١ سره سمون لري، د هغه هیواد د نوي صدر ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کړي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، امریکا غږ ته دا هم ویلي چې په هماغه ورځ به د ولایتي شورا گانو انتخابات هم ترسره شي. د دغه چارواکي په حواله، پر یادې شوې نیټې باندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، سیاسي گوندونو، او مدني ټولنو په یوې غونډې کې سلا شوې ده.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشرانو د انتخاباتو له کمیشن نه وغوښتل چې زر تر زره دې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نیټه روښانه کړي. د انتخاباتو کمیشن بیا امریکا غږ ته ویلي چې دا کمیشن به سبا د ولسمشرۍ د ټاکنو تاریخ اعلان کړي.

د صدر غني ویاند وایي چې حکومت به د انتخاباتو د کمیشن د پریکړې هرکلی وکړي.

خو ځیني څیړونکي بیا وایي چې د پارلیماني ټاکنو وروسته، په لنډ وخت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو ترسره کول به ستونزمن وي. په پام کې ده چې پارلیماني او د ولایتي شوراگانو ټاکنې د روان کال په اکټوبر میاشت کې ترسره شي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د انتخاباتو کمیشن دا وړاندیز کړی چې د ولسوالیو شوراگانو ټاکنې دې وځنډول شي، دا ځکه چې په ځینو ولسوالیو کې ښځو ځانونه دغو شوراگانو ته نه دي کاندید کړي.

د انتخاباتو د کمیشن ویاند آزادي راډیو ته ویلي چې د قانون له مخې، په دې هکله به یوه کمیټه پریکړه کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې چې د ٢٠١۴ کال په اپریل کې وشول، د ډیرو درغلیو دعوې وشوې او په پای کې دوه مخکښ کاندیدان، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، پر دې سره سلا شول چې گډ حکومت به جوړوي، اشرف غني به صدر او ډاکټر عبدالله به یې اجرائیه رئیس وي. د دوی دغه گډ حکومت تر اوسه هم دوام لري او راتلونکې اپریل میاشت کې یې موده ختمیږي.