په لندن کې د افغانستان سفارتخانه وتړل شوه

په برتانیه کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د روانې میاشتې په پیل کې په ټولنیزه رسنۍ اعلان کړی ؤ چې سفارتخانه به د کوربه هیواد په غوښتنه په 27م ستمبر وتړل شي

په افغانستان د واکمنو طالبانو لخوا په لندن کې د جمهوریت په پخوانۍ دوره کې د ټاکل شوي سفارتي ماموریت سره له اړیکو غوڅولو اؤ د سفارتي مامورینو له ګوښه کولو وروسته په انګلستان کې د افغانستان سفارتخانه تړل شوې ده.

د خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ له مخې په لندن کې د افغان سفارتخانې مخې ته یو خبریال په سفارتخانه یو لګیدلی یاداښت لیدلی چې پرې لیکل شوي وؤ "د جمهوریه افغانستان سفارتخانه وتړل شوه"

په برتانیه کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د روانې میاشتې په پیل کې په ټولنیزه رسنۍ اعلان کړی ؤ چې سفارتخانه به د کوربه هیواد په غوښتنه په 27م ستمبر وتړل شي.

د برتانیې فارن کامن ویلتهـ اینډ ډیولپمنټ افس ( ایف سي ډي او)ددې خبرې تردید کړی چې ګنې د افغان سفارتخانې د تړل کېدو تر شا لاس لري.

ویاند ویلي د سفارتخانې د تړلو پرېکړه د برتانیې د حکومت له لوري نه ده شوې.

ایف سي ډي او دا نه دي ویلي چې ایا په لندن کې به د افغان طالبانو د حکومت له لوري د کوم نوي سفیر ګمارنه ومنل شي اؤ که نه؟

برتانیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ نه دا مهال افغانستان سره رسمي سفارتي اړیکې لري.

خو د امریکا اؤ اروپاي اتحادیې په څېر لندن هم دا خبره مني چې د افغانستان موجوده انتظامیې(طالبانو) سره له خبرو پرته دوي سره بله هیڅ لاره په لاس کې نشته.

د افغان سفارتخانې د قونصلر څانګې د ویب پاڼې له مخې لندن کې د قونصلر څانګه په 20م ستمبر تړل شوې وه.

په اګست کال 2021 م کې د طالبانو لخوا د افغانستان په اقتدار بیا له قبضې کولو وروسته هم په لندن کې د افغانستان سفارتخانې په افغانستان کې د جمهوریت د دورې د سفارتي ماموریت په شتون کې کار کولو.

خو په جولاي کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی ؤ چې هغوي به د پاسپورټ اؤ ویزې په ګډون هغه اسناد نه قبلوي اؤ نه به یې ذمه واري اخلي چې د هغو ماموریتونو له لوري ورکول کیږي کوم چې د کابل د حکومت استازي نه دي.

په دې کې د فرانسې،بیلجیم،سویټزر لینډ، جرمني، کاناډا اؤ اسټریلیا سفارتخانې شامل دي.

د طالبانو حکومت ویلي دي په بهرنیو هیوادونو کې میشت افغانان باید د دوي د حکومت اړونده ماموریتونو سره په تماس کې شي خو د طالبانو حکومت په رسمي توګه هیڅ یو هیواد په رسمیت نه دی منلی.

دا مهال پاکستان چین اؤ روس د طالبانو د حکومت له لوري د ګمارل شوؤ افغان سفارتي ماموریتونو کوربه توب کوي.