چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان کندوز ولايت کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې ددشت ارچي اولسوالۍ دکمشنر يا اولسوال پشمول ۲۰ کسان وژل شوي اؤ ١١ نور ژوبل شوي دي.
دکندوز والي انور جگدلک ځانمرگي بريد کې داولسوال دوژنې پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې ددغه پيښې پلټنې روانې دي.
که هر څو ددغه بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى، خو په تيرو وختونو کې په امنيتي ځواکونو اؤ لوړپوړو چارواکو دترسره شوؤ بريدونو پړه افغان طالبانو په غاړه اخستې.
دغه ډلې په نزدې ورځو کې دافغانستان بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې اضافه راوستې اؤ څيړونکي وائي ددې بنيادي علت دوه مياشتې دمخه افغان پوځ ته دنړيوالو ځواکونو له لوري دامنيتي چارو سپارل کيدى شي.
چارواکي وائي دکندوز په دشت ارچي اولسوالۍ کې دجمعې په ورځ دغه بريد هاغه مهال ترسره شوى ، کله چې اولسوال صدرالدين دنورو مشرانو سره ديوې فاتحې لپاره يو جومات ته ننوتلو.