د طالبانو کابینه "سخت دریزه" ملایان دي او ښځه غړې نه لري

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن

په افغانستان کې په زور د واک تر لاسه کولو نزدې ۲۳ ورځې وروسته، طالبانو يوه داسې لنډ مهاله کابینه اعلان کړې چې غړي يې ټول طالبان دي او د ټولشموله حکومت نښې نښانې نه لري.

په لنډ مهاله کابينه کې ښځې غړيتوب نه لري او نه هم د افغانستان کومه پېژندلې سياسي څېره يا شخصیت د وزیر يا مرستیال وزیر په توګه ګمارل شوی دی.

په طالبانو د لومړي سر نه فشار وو چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه ومني. طالبانو وړاندې ویلي وو چې ښځې ته به د وزیر رتبه نه ورکول کېږي.

د افغانستان پخواني وزير علي احمد جلالي وي او اې ته د طالبانو د کابینې په اړه ویلي چې دا د سخت دریزو حکومت دی. هغه ویلي په طالبانو د پاکستان لخوا فشار وو چې زر حکومت جوړ کړي خو وايي طالبانو د حکومت سازۍ لپاره امادګي نه لرله ځکه چې خپل منځي اختلافونه لري.

پاکستان څو وارې د ټولشموله حکومت خواهش ظاهر کړی خو په طالبانو باندې په حکومت جوړولو کې د بیړې په اړه اسلام اباد څه ویلي نه دي.

په نوې کابینه کې ملا محمد حسن اخوند رئیس الوزراء یا وزیراعظم، ملا عبدالغني برادر به د هغه لومړی مرستیال او مولوي عبدالسلام حنفي دویم مرستیال وي.

په ملا حسن اخوند (وزير اعظم) باندې د ملګرو ملتونو بندیزونه اوس هم لګېدلي دي. او د ملګرو ملتونو په رپوټ کې هغه د ملا عمر نزدې ملګری او سیاسي مشاور په توګه ياد شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې خپل حکومت "اسلامي امارت" وباله او خپله لنډمهالې کابینه یې اعلان کړه چې 33 تنه پکې شامل دي او ټول د دې ډلې کسان دي.

د دې لنډمهالي افغان حکومت په کابینه کې مولوي محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني د داخله چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي د خارجه چارو سرپرست وزیر او ملا عبدالحق وثیق د عمومي استخباراتو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

اکثره وزیران د طالبانو په تېره دوره (۱۹۹۴-۲۰۰۱) کې هم په بېلا بېلو لويو يا وړو څوکيو پاتې شوي دي.

د امريکا نېشنل پبلک رېډيو وايي د کابينې اکثره غړي د امريکا پر ضد په شل کلنۍ جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي.

ښاغلی جلالي وايي دا به کتلی شي چې طالبان په کابینه کې کوم وسعت کوي او که نا؟

نوې کابینه کې د تېر په شان بیا د افغانستان د سوېلي برخو غړي د نورو نه ډېر دي. وزير اعظم او یا د طالبانو په اصطلاح ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند خپله هم د سوېلي ولایت کندهار دی.

په کابینه کې یو شمېر هغه کسان هم دي چې د طالبانو د مشر ملا عمر سره نزدې پاتې شوي دي. کېدای شي د وزیر جوړېدو لپاره دغه هم یو سند ګڼل شوی وي.

د طالبانو د کابينې د ټولو غړو نامې د “ملا”، “مولوي” نه پېل کېږي. د يو څو مشرانو د نامو سره “شېخ” او “قاري” هم شته. دا القابونه ښيي چې د کابینې ټولو غړو مذهبي زده کړې (تهیالوجي) کړي يا د مدرسو سندونه لري.

د طالبانو په اعلان شوې کابينه کې داسې څوک نشته چې د طالبانو د پخواني حکومت او د اولس سره په هغه وخت کې د چال چلند په اړه کومې نیوکې کړي وي. نه په نومول شوو وزیرانو کې داسې کوم تن شته چې په ۲۰۰۱ کې یې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن امریکا ته د سپارلو ملاتړ کړی وي.

د طالبانو په کابینه کې یو ځل بیا لانجمن وزارت (امر باالمعروف ونهی عن المنکر) اعلان شوی دی. د طالبانو په تېر حکومت کې تر بل هر چا زیات د دغه وزارت په څرنګوالي، د خلکو په وېرولو، ښځو سره په ناسم چلند او سخت دريزۍ تورن شوی وو.

د کابينې د غړو لسټ دلته کتلی شئ:

ملا هدايت الله بدري د ماليې سرپرست وزیر

شېخ مولوي نورالله منير د تعلیم سرپرست وزیر

ملا خير الله خيرخواه د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر

قاري دين محمد حنيف د اقتصاد سرپرست وزیر

شيخ مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر

مولوي عبدالحکيم شرعي د عدليې سرپرست وزیر

ملا نورالله نوري د قبايلو او سرحداتو سرپرست وزیر

ملا محمد يونس اخندزاده د کلیو د پراختیا سرپرست وزیر

شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد امر بالمعروف او نهی عنی المنکر سرپرست وزیر

ملا عبدالمنان عمري، د ټولګټو وزارت سرپرست

حاجي ملا محمد عيسی اخند، د معادن او پطروليم وزارت سرپرست

ملا عبداللطيف منصور د اوبو او بجلۍ سرپرست وزیر

ملا حميدالله اخندزاده د ټرانسپورټ او هوابازۍ سرپرست وزیر

مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو سرپرست وزیر

مولوي نجيب الله حقاني د مخابراتو سرپرست وزیر

حاجي خلال الرحمن حقاني د مهاجرينو سرپرست وزیر

حاجي محمد ادريس د افغانستان بېنک سرپرست

مولوي احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست

ملا محمد فاضل مظلوم د دفاع وزارت مرستيال

قاري فصيح الدين د پوځ مشر

شېر محمد عباس ستانیکزی د بهرنيو چارو وزارت مرستيال

مولوي نور جلال د کورنيو چارو وزارت مرستيال

ذبيح الله مجاهد د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال

ملا تاج مير جواد د استخباراتو د رياست لومړی مرستيال

ملا رحمت الله نجيب د استخباراتو د رياست اداري مرستيال

ملا عبدالحق اخند د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال.