طالبان د لومړي ځل دپاره د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېناستل

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل دپاره د ویډیو سکایپ له لارې مخامخ خبرې کړي دي. د خلیلزاد په وینا، دواړو خواوو کلکه وعده کړې چې په تشدد کې به کم والی راولي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي چي دا خبري "یوازې د بندیانو د خلاصون په هکله وې" او "د نورو موضوعاتو په هکله خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي."

خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ویډیو سکایپ له لارې دغه خبرې د یکشنبې یا اتوار په ورځ وشوې، سهولیت یې امریکا او قطر برابر کړی و، او تر دوه ساعتو (ګېنټو) وغځېدې چې په کې د زندانیانو د تبادلې په اړه تخنیکي خبرې ترسره شوې.

خلیلزاد همدا راز پخپل ټویټونو کې لیکلي: "څنګه چې د امریکا او طالبانو په لوظنامه کې ویل شوي، د دواړو اړخونو له طرفه د زندانیانو خلاصون، د سولې په پروسه کې یو اهم ګام دی. او [دا کار] د بشري دلایلو پر بنیاد ډېر اهم دی."

د امریکا خاص استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اتوار/یکشنبې د ورځې خبرې "مهمې، سنجیده، و تفصیلي" بللي او له ټولو اړخونو یې مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د کرونا وایرس د آفت خطرې، د زندانیانو د آزادولو چارې ته لا زیات فوریت ورکړی دی.

طالبان غواړي چې د دوی پنځه زره زندانیان دې په یو ځل آزاد کړی شي

خلیلزاد زیاته کړې: "ټولو اړخونو د تشدد کمولو، بین الافغاني خبرو، او یو جامع او دایمي اوربند دپاره له خپلو طرفو نه قوي وعدې ورکړلې. مونږ همدا شان توافق وکړ چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د تخنیکي خبرو بله غونډه هم ترسره شي."

که څه هم دا ناسته د ویډیو سکایپ له لارې ترسره شوې، خو دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او طالبانو استازي یو بل سره مخامخ خبرې کوي. طالبان تر اوسه نه و حاضر شوي چې د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي، ځکه دوی ویل چې لوظنامه یې له امریکا سره دستخط کړې ده، او د زندانیانو د خوشې کولو مسؤولیت هم په امریکا پورې اړه لري. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې امریکا د افغانستان په زندانونو کې د طالب زندانیانو د خوشې کولو اختیار نه لري، او که دا کسان خوشې کیږي هم، نو د افغان حکومت په خوښه به خوشې کیږي.