افغان ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی او ٦٢ عسکر یې ترې آزاد کړي دي

افغان چارواکي وایي چې د افغانستان په شمال لویدیځه برخه کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو جېل مات شوی او ٦٢ عسکر چې هلته د طالبانو په قید کې و، ترې راخوشې شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې افغان ځانگړو ځواکونو (کومانډو) دا عملیات د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې شوي، چېرته چې طالبانو ځان ته یو جېل درلود او اسیر شوي عسکر یې په کې ساتل.

د دفاع وزارت د بیان تر مخه، په دې عملیاتو کې د جېل پنځه تنه ساتونکي طالبان ژوندي نیول شوي او څو تنه نور یې وژل شوي دي. د طالبانو په دې جېل کې ساتل شوي قیدیان، اکثره د افغان ملي پوځ عسکر و.

د دې رپوټ تر خپرېدو پورې، طالبانو په بادغیس کې د خپل کوم جېل د ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، طالبانو تېره شپه (د نهې یا سې شنبې په ماښام) په کندز ولایت کې د افغان پوځ پر یو مرکز برید کړی او چارواکي وایي چې په دې حمله کې کم از کم ١٨ امنیتي ځواکونه چې اکثره یې د ملي پوځ عسکر و، وژل شوي دي.

بل پلو طالبانو بیا ویلي چې د دوی جنگیالیو په دې برید کې چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ترسره شوی، ٣٥ افغان عسکر وژلي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي. یاده دې وي چې طالبان په جگړې کې د خپلو کاروایۍ په اړه مبالغه کوي، او د دوی لخوا ورکړل شوې شمېرې د اعتبار وړ ندي.

د گل یا دوشنبې په ورځ د کندز ترڅنگ په بغلان ولایت کې هم طالبانو پر حکومتي قواوو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ١٣ حکومتي عسکر ووژل شول.

د ساړه ژمي باوجود، په وروستیو ورځو کې د طالبانو لخوا د افغانستان په شمالي سیمو کې بریدونه زیات شوي او حکومتي ځواکونو ته د سر درانه زیانونه اووښتي دي.

په افغانستان کې تشدد په داسې حال کې زور اخیستی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نتیجه لا تر اوسه نده معلومه او امریکا له طالبانو غواړي چې د سولې د کومې لوظنامې د دستخط کولو نه مخکې، اول دې ژمنه وکړي چې تشدد به په پراخه کچه او د اوږدې مودې دپاره کموي، خو طالبانو تر اوسه دا شرط ندی منلی.

افغان حکومت بیا پر بشپړه ډزبندۍ ټینگار کوي او وایي چې په تشدد کې کمښت نشي اندازه کېدی.