افغانستان:تندلارو سره نښته کې ١٨ پوليس عسکر وژل شوي

دافغانستان دکورنو چارو وزارت دجمعې په ورځ وئيلي دي بدخشان ولايت کې تندلارو سره ديوې نښتې په مهال ١٨ پوليس عسکر وژل شوي دي.
دکورنو چارو دوزارت ترمخه بدخشان ولايت کې امنيتي ځواکونه دتندلارو په ضد ديوې کارروايۍ څخه بيرته راستنيدل چې په دغه مهال دپوليسو کاروان دتندلارو تر بريد لاندې راغلى.
دداخله وزارت څخه جاري شوي يو بيان کې په دغه پيښه دافسوس څرگندونه شوې ده.
په افغان پوليسو دترسره شوي دغه بريد سره به هاغه انديښنې نوره هم وده ومومي چې راتلونکي کال کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دافغان ځواکونو دتوان په اړه دي.
خواؤشا دوه مياشتې دمخه دافغانستان دامنيتي چارو واک پخپل لاس کې داخستو وروستو په افغان ځواکونو بريدونو کې په داسې حال کې اضافه راغلې چې راتلونکي کال دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونه افغانستان څخه دوتلو اؤ تيارۍ کوي اؤ داپريل په مياشت کې افغانستان کې دصدارتي انتخاباتو لپاره انتظامات برابرولى شي.
تيره مياشت هم په ختيز ولايت ننگرهار کې هاغه مهال ٢٢ پوليس عسکر وژل شوي وؤ چې په سلگونو جنگيالو دپوليسو اؤ پوځ په يو کاروان بريد کړى ؤ.