زمبابوې ته په ماتې ورکولو افغانستان د ټي ۲۰ د لوبو لړۍ وګټله

افغانستان د ټي۲۰ په دریمه سیالۍ کې زمبابوې ته په دریوؤ ویکټونو ماتې ورکړې اؤ د لوبو دا لړۍ یې ترې د یو په مقابله کې په دوؤ ګټلې ده.

د زمبابوې په سرښار هرارې کې ترسره شوې دې دریمه مهمه سیالۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۱۲۸ منډو ورکړل شوی هدف په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړه په تاوان ترسره کړو.

د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي ۳۴،ګلبدین نایب ۲۲، رحمان الله ګربز ۱۵،دروېش رسولي ۹،صادق الله اتل ۳،زبیر اکبري ۲ اؤ کپتان راشد خان هم دوه منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدل.

خو محمد نبي بیا ۲۴ منډې وکړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو.

د زمبابوې بلیسنګ مزراباني، کپتان سکندر رضا اؤ ټریور ګوانډو دوه،دوه اؤ رچرډ نګاروا یو لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې د زمبابوې لوبډلې د افغانستان په بلنه وړومبۍ توپ وهنه وکړه اؤ ټول لوبغاړي یې په ۲۰م اوور کې په ۱۲۷منډو وسوځېدل.

د زمبابوې براین بینیټ تر ټولو زیاتې ۳۱ منډې جوړې کړې.

همدا شان ویسلی مادهیویر ۲۱،ویلنګټن ماساګاډزا ۱۷،ډاین مایرز۱۳،ټاشنګاموسیکیوا ۱۲،ټیډیو ناشی ماروماني ۶، کپتان سکندر رضا ۶، فراز اکرم ۶ اؤ رچرډ نګاروا یوه منډه جوړه کړه خو بلیسنګ مرزاباني بیا په صفر اوټ شو.

ټریور ګوانډو د اوو منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شو.

د افغانستان له لوري کپتان راشد خان څلور، مجیب الرحمان، عظمت الله عمرزي اؤ نوین الحق دوه، دوه لوبغاړي وسوځول