د فلیپین په سرښار مانیلا کې د امریکې سفارت ویلي، شاوخوا 200 افغانان د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (ایس ای وي) له ترلاسه کولو وروسته له فلیپینه امریکې ته ولېږدول شول.
سفارت د جنورۍ په 19مه په خپله یو بیان کې ویلي، دغه افغانان د جنورۍ له 15مې تر 17مې پورې په تجارتي یا کمرشل پروازونو کې له فلیپینه امریکې ته منتقل شوي دي.
سفارت ویلي، "د امریکا حکومت د ځانګړو افغان کډوالو د مرستې لپاره د امریکې په هڅو کې د فیلیپین د حکومت د همکارۍ او ملاتړ ډېره مننه او ستاینه کوي".
فیلیپین د تېر کال د اګست په 19 له امریکې سره پر دې تړون وکړ چې یو شمېر هغو محدودو افغانانو ته په فیلیپین کې د لنډې مودې لپاره د پاتې کېدو موقع برابره کړي چې امریکا ته یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (ایس ای وي) لپاره غوښتنې کړې دي.
په ځینو رپوټونو کې ویل شوي وو چې له دغه تړون وروسته شاوخوا 300 افغانان د روان کال د جنورۍ په شپږمه فیلیپین ته ولېږدول شول.
خو وروسته د امریکا سفارت روښانه کړه چې په حقیقت کې "یواځې تر 200 کم افغانان" فیلیفین ته د خپلو ایس ای وي ویزو پر درخواستونو د کاروایۍ لپاره رسېدلي او د 300 کسانو د ورتګ شمېر یې رد کړی دی.
د فیلیپین خبري ایجنسۍ پي این اې وایي، د دغو افغان کډوالو شمېر 300 پلان شوی وو خو وایي په وروستۍ شېبه کې د طبي او په خپله له فهرسته د وتلو په ګډون د مختلفو سببونو له امله کم شو.
د امریکې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوشنبې- ګل په ورځ د خپل حکومت واک ترلاسه کوي او تمه کېږي چې امریکې ته د مهاجرت په برخه کې سخته تګلاره غوره کړي.
د همدې اندېښنې له کبله د امریکې سلګونو پخوانیو او اوسنیو لوپوړو پوځي او ملکي چارواکو او پوځیانو له ټرمپ څخه په یو خط کې غوښتي دي چې امریکې ته د افغانانو د لېږد او دلته د استوګنې بهیر ته دوام ورکړي.
د امریکې کانګرس د هغو افغانانو لپاره امریکې ته د مهاجرت د څه باندې 50,000 ځانګړو ویزو منظوري ورکړې چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه.
تمه کېږي چې د روان کال د اوړي موسم تر پایه پورې دا ټولې ځانګړې ویزې جاري کړل شي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې څه باندې 183,000 هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې وو له خپلو کورنیو سره یو ځای امریکا ته لېږدول شوي دي.
خو زیات شمېر نور افغانان چې د ویزې غوښتنې یې تایيد شوې دي لا هم د نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې په تمه دي او وخت په وخت په دغو هېوادونو کې د بېلابېلو ستونځو شکایتونه کوي.