ای اېف پي: په تهران کې د فوارو اوبه د ویني په شان سرې وې

فعالانو په ټوېټر دغو فوارو ته د "هنرمندۍ کار" نوم ورکړی او عنوان یې دی چې "تهران په وینو سور دی."

د ایران سرښار تهران کې یو هنر مند د جمعې په ورځ د ښار د ځینو فوارو په اوبو کې سور رنګ شامل کړی و او فوارو د ويني په رنګ سرې اوبه شېندلې چې د ای اېف پي خبرې ادارې ترمخه د مسهاامیني د مرګ په سر د راپارېدلو احتجاجونو په ضد د ایران د امیني ځواکونو د سختو ګامونو عکاسي يې کوله.

22 کلنه مسها امیني د ایران اخلاقي پولیس په دې الزام نیولي وه چې په سر يې حجاب سم نه و اغوستی. وروسته امیني د پولیس په ولکه کې ساه ورکړه او دې نه پس په ټول ایران او د دنیا په ګڼ شمېر ښارونو کې احتجاجونه راوپارېدل.

په اوسلو، ناروی، کې مېشته د ایران د انساني حقونو تنظیم ایران هیومن رایټس وايي په مظاهرو کې تر اوسه پورې 92 احتجاج کونکي وژل شوي دي او ګن شمېر مظاره کونکي پولیس ګرفتار کړي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمېنسټي انټرنېشنل ویلي په ایران کې د موجوده احتجاجونو په مهال يې د 53 کسانو وژل کېدل تصدیق کړي خو تنظیم ګڼي جې د خلکو دغه شمېره د دې نه ډیره زیاته ده.

د سختو امینتي ګامونو باوجود ای اېف پي وايي د ایران په وړو او لویو ښارونو کې د احتجاجونو لړۍ دوام لري او احتجاج کونکي د "امر مرده باد" نعرې کوي.

ای اېف پي وايي په تهران کې د ویني په رنګ کې د اوبو خپرونکو فواروو تصویران د 1500tasvir نومې د سوشل میډیا په وېب پاڼه شریک کړی شوي دي. دغه پاڼه په ایران کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو څارنه کوي.

په تصویرانو کې ښودل کېږي چې دغه فوارې د تهران په سټوډنټ پارک، فاطمي چوک او د هنرمندانو په پارک کې دي.

فعالانو په ټوېټر دغو فوارو ته د "هنرمندۍ کار" نوم ورکړی او عنوان یې دی چې "تهران په وینو سور دی."

په ټوېټر وېل شوي چې یو ګمنام هنر مند د فوارو اوبو ته سور رنګ اچولی دی.

ای اېف پي وايي د بي بي سي فارسۍ څانګې په خپل رپورټ کې ویلي چې حکومتي چارواکو د فوارو نه اوبه وېستلي دي خو په انسټاګرام شریک کړی شویو تصویرانو کې سور رنګ اوس هم لیدل کېږي.

د ایران صدر ابراهیم ریيسي ویلي د امیني د مرګ د تحقیقاتو امر کړی دی او رپورټ به یې په څو ورځو کې مخې ته راشي.

بلخوا د احتجاج کونکو خلاف د طاقت په استعمال امریکې د ايران په اووه لوړ پوړو چارواکو بندېزونه لګولي چې د مظاهرو په وخت کې يې انټرنټ بند کړی او د احتجاج کونکو خلاف يې طاقت استعمال کړی.

د امريکا د خزانې وزارت د ايران د داخله چارو په وزير احمد واحدي، د مواصلاتو وزير عيسا زاريپور او په پينځو نورو امنيتي چارواکو بندېزونه لګولي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي