د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د بره تللو وروسته نن 09. (اعشاریه صفر نهه) ټيټ شوی دی. د ونډو بازار په سهر کې 71زره پواینټس (درجې) لوړ شوی وو خو وروسته د ونډو خرڅ پېل کېدو له امله بازار په عمومي کچه په تاوان وتړل شو.
د نني بازار عمومي تاوان ډېر کم ګڼل کېږي. د تېلو، ګېس او دې سره د تړلو تولیداتو ونډې په سهر کې په ګټه روانې وې خو وروسته په برقي پردو د ډېرو ونډو رنګ سور ښکاره کېدلو.
د ونډو بازار کې سور رنګ د تاوان او شین رنګ د ګټې نښه وي.
د ګل (دوشنبې) په ورځ د ونډو اېشیايي بازارونه په سور رنګ تړل شوي وو. څېړونکو د دې علت د ایران او اسرایل تر منځ تازه شخړې او د یادې جګړې د توکو په رسايۍ باندې ممکنه اغېز ښودلو.
د جاپان، اسټرالیا او هانګ کانګ د ونډو بازارونه چې کله پرون وتړل شول نو د ونډو عمومي رنګ سور وو. نن د لندن بازار هم ټيټ پاتې شوی او دلته په امریکا کې د ورځپاڼو تر مخه، سوداګر د سیمې په سیاست ژور نظر لري.
څېړونکي وایي نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره د پاکستان د کامیابو مذاکراتو اؤ د سعودي عرب له لوري پاکستان کې د 5 ډالرو سرمایه کارۍ په لړ کې د شوي پرمختګ له امله په مارکیټ د سرمایه کارانو باور پر ځای شوی دی اؤ له دې امله د پاکستان د ونډو بازار کې په چټکتیا سره نوي ریکارډونه جوړیږي.
اقتصادپوه خبريال وکیل الرحمان وايي، د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د وروستي قسط خبرې قابو کامیابې شوي او بيا دوه د نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان دپاره د پور د بل پروګرام په اړه هم بيان راغلی مطلب پاکستان ته یې مثبت ځواب ورکړی، ځکه د ونډو بازار په بره لاړو.
د وي او اې ډيوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې هغه ویلي، د ونډو بازار د اقتصادي ښه او بدو خبرونو سره ښکته بره کيږي اؤ دا مارکيټ مستقل په ځای نه ودريږي "دا کله په بره ځي او کله په ښکته ځي"
خو نوموړي ویلي، "د پاکستان د اقتصاد ټول انحصار په قرضونو باندې دی د هغې خپل څه بنيادونه نشته، که مونږ ووايو چې په ملک کې پېداوار سېوا شو يا ښه والی راغلو، زمونږ ښه والی دا دی چې مونږ ته قرض راکولو ته يو ملک تيار شو، يوه اداره قرض راکولو ته تياره شوه دا زمونږ دپاره ډېره غټه خبره ده".
هغه زیاته کړه، "که دې د پاکستان اقتصاد ښه کېدل وایې او که د پاکستان بدبختي ورته وايو چې مونږ قرض ته خوشاليږو، وړاندې هم په قرضونو روان او اوس هم روان دی"
د پاکستان وزیراعظم شبهاز شریف څو ورځې وړاندې ويلي وو، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه پاکستان ته د يو ارب نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه کول وي.