د ای ايي په زریعه جوړ وډیوز کې امریکايي مشران په چینايي ژبه کې سندرې وايي او وایرل شوي دي

د ټرمپ او د هېرېس وډیو په چین کې د ټېک ټاک په شان د سوشل ميډیا په وېب پاڼه ډواین خپوره شوې او په زرګونو خلکو خوښه کړی او په زرګونو ځله بیا پوسټ شوې ده

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ په صفا مېنډرېن یا چینايي ژبه کې سندره وايي چین د مور په څېر یادوي او ورسره د مینې اظهار کوي.

د امریکې نایب صدره کاملا هېرېس چې د سږ کال په صدارتي انتخاب کې به د ډېموکرېټېک پارټۍ په ټېکېټ د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار ټرمپ سره مقابله کوي، هم په چینايي ژبه کې سندره وايي، چین مخاطب کوي او وايي په هېواد د فخر احساس کوي. ښکاري چې ټرمپ هېرېس ته په مېنډرېن ژبه کې جواب ورکوي او د هېرېس سندره په اورېدو وخاندي.

د ټرمپ او د هېرېس وډیو په چین کې د ټېک ټاک په شان د سوشل ميډیا په وېب پاڼه ډواین خپوره شوې او په زرګونو خلکو خوښه کړی او په زرګونو ځله بیا پوسټ شوې ده.

ټرمپ او نه هم هېرېس چینايي ژبه وېلی شي خو په کوم وډیو کې چې دواړه یو ځای لیدل کېږي، جعلي ده. په چین کې د امريکې د صدر جوبایډن په شمول د امریکې د سیاسي مشرانو وډیوز وخت په وخت لیدل کېږي چې په چینايي ژبه کې سندرې وايي او بیا په چین کې په انټرنېټ وایر یا مقبولې شي.

ځینې وډیوز په انسټاګرام، ټېک ټاک او اېکس هم شریکې شوي دي چې په چين کې ورته خلک لاس رسی نه لري.

د امریکې استخباراتي چارواکي او ماهرین د ډېر وخت راهسې خبرداری کوي چې چین او نور غېر ملکي مخالفین د ای ايي یا د مصنوعي ذهانت دلارې کوښښونه کوي چې غلط معلومات خپاره کړي او د سږ کال د امریکې په صدارتي انتخاب اثرانداز شي او ګډوډی په کې پېدا کړي.

د چین دلاسه د غلطو معلوماتو د خطر په اړه مایکرو سافټ د اپرېل په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل په تېرو څو میاشتو کې چین د مصنوعي ذهانت دلارې مواد په جوړولو کې اضافه کړې ده.

د چین په سوشل میډیا د امریکايي مشرانو د سندور وډیوز د می په میاشت کې ښکاره کېدل شروع شول. په زیاترو وډیوز کې سیاسي مخالفین بایډن او ټرمپ لیدل کېږي چې د مينې سندرې وايي.

د جولای په میاشت کې چې بایډن د صدارتي انتخاب نه د لاس په سر کېدو اعلان وکړو نو د دې وروسته یو وډیو کې هغه لیدل کېږي چې په سندره کې وايي په حقیقت کې هغه تلل نه غواړي او ټرمپ په مخاطب کولو وایي په هر موسم کې د هغه سره پاتې کېدل غواړي. د دې په جواب کې ټرمپ بایډن ته وايي په هغه یقین وکړه لږ وخت وروسته به دواړه ټول ژوند په یو ځای تېروي.

په انسټاګرام په یو وډیو خلک زیاتره مثبتې تبصرې کوي. ځینې خلک وايي دا د هغه تاوتریخوالي برعکس دی چې دا وخت د امریکې په سیاست کې لیدل کېږي.

د چین چاینا ټاک نومې د ټېکنالوجي خبر پاڼې څېړنکاره الېکسا پېن ځېنې وډیوز لیدلې او د وي او ای مېنډرېن څانګې ته يې ویلي هغه ګڼي چې دغه ډول وډیوز جوړول ډېر اسان دي.

پېن د ايمېل دلارې وي او ای ته وویل په چین کې ترلاسه کېدونکي د ای ایي د ګڼ شمېر پلېټ فارمونو په زریعه د متن نه وډیوز په اسانه تیارېدلی شي.

د چین د سیاسي مشرانو وډیوز نه جوړل کېږي

په کال ۲۰۲۲ کې چې اوپن ای ایی چېټ جي پي ټي شروع کړو نو چین دا ټېکنالوجي تیارونکو وړمبو ملکونو کې شامل و. ملګرو ملتونو د جولای په میاشت کې وویل چین وړمبی ملک دی چې د ای ايي ټېکنالوجي په اړه يې د مالکانه حقونو د ټولو نه زیات خواستونه جمع کړي دي. په دویمه شمېره کې امریکا وه.

په چین کې په انټرنېټ د ډيب فېکس د استعمال رجحان زيات دی چې په انټرنېټ په وډیوز، تصویرانو او اوازونو کې د بدلون دپاره استعمالېږي. ځینې ډيب فېکس د ټوکو او د خندا دپاره استعمالېږي خو ځینې د دې ټېکنالوجۍ غلط استعمال هم دی.

چین د ډيپ فېکس په استعمال سخت قدغنونه لګولي دي. د اسټرېلیا یو تبصره کوونکي یانګ هان چې د چین د خارجه وزارت دپاره يې کار کړی، د وي او ای مېنډرېن څانګې ته يې وویل د ای ايي په وډيوز کې د چین د مشرانو نه ښکاره کېدل په چین کې د سیاسي رای د ازادۍ نيشت والی څرګندوي.