د عوامي نيشنل ګوند مشر ایمل ولي خان دعوه کوي، په نيمه خيبر پښتونخوا صوبه کې د پوليس عملداري نشته، هلته ترهګر او ترهګري ده.

Your browser doesn’t support HTML5

وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي عدالت په نوم جرګې رابللو په اړه وويل، ښه خبره ده چې يو قدم پورته کيږي، خو "زه به يو تلخ حقيقت اووايم چې پښتانه، مونږ له غېر جمهوري کول نه دي پکار، چې هر څه کوو په جمهوري انداز به یې کوو، پښتانه نور د جنګونو توان نه لري".