د امریکې پوځ د نومبر په دویمه وویل، بي-52 بمبار کوونکې الوتکې یې منځني ختیځ ته رسیدلې دي. واشنګټن وړمه ورځ ویلي وو دا الوتکې ایران ته د خبرداري په توګه سیمې ته لېږل کیږي.
امریکې د جمعې په ماښام ویلي وو، بمبارکوونکې الوتکې، جنګي الوتکې، ټېنکر یا تېل وړونکې الوتکې او د بېلسټیک میزایلو دفاعي تباه کوونکې الوتکې منځني ختیځ ته لېږي.
د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ سېنټکام پر خپل رسمي ایکس په یو لنډ خبر کې ویلي، د بي-52 سټرېټوفورټریس په نوم سټرېټیجیکې بمبار الوتکې د امریکې په شمالي ډېکوټا ایالت کې د مېنوټ په نامه د هوایي ځواکونو له پینځمې بمي څانګې په منځني ختیځ کې ددې کمانډ د ذمه وارۍ سیمې ته رسېدلي دي.
دا الوتکې د لرې واټن ویشتونکي میزایل وار کولای شي او په ډول ډول جنګي عملیاتو کې ترې کار اخیستل کېدی شي.
د پېنټاګان ویاند مېجر جنرل پېټ رایډر په منځني ختیځ کې د امریکايي الوتکو د پر ځای کېدو په اړه په یو بیان کې ویلي، "که ایران، د هغه متحدین یا د هغه پراکسي ډلې په سیمه کې د امریکې کارکوونکي یا ګټې په نخښه کړي، امریکا به د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هر ډول اقدام وکړي".
پنټاګون وړمه ورځ منځني ختیځ ته د دغو الوتکو د استولو اعلان په داسې وخت کړی چې اوازې دي کېدای شي ایران په راتلونکو ورځو کې پر اسرایل باندې د اکټوبر د 26مې بریدونو په غبرګون کې جوابي بریدونه وکړي.
واشنګټن تل ټینګار کړی چې په ایران د اسرایل هیڅ برید کې یې لاس نه درلود او نه پکې امریکایي ځواکونو برخه درلوده خو د دفاع وزارت چارواکو ویلي، منځني ختیځ ته دا اضافي پوځي وسایل ایران ته د خبرداري په توګه لېږل کیږي.
امریکایي چارواکو تهران ته خبرداری ورکړی چې که پر اسرایل برید وکړي، واشنګټن به د اسرایل مخنیوی ونه کړی شي خو د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د شنبې- خالي په ورځ اسرایل او امریکې دواړو ته د "سخت جواب" ګواښ کړی وو.
خامنه یي د ایران د سرکاري رسنیو په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي وو، "دښمنان که هغه صهیونیسټي رژیم [اسرایل] دی او که امریکا ده، خامخا به د هغه څه له کبله سخت جواب تر لاسه کړي چې دوی یې له ایران، د ایران له ملت او د مزاحمت له محاذ سره کوي".
ایران په روان 2024م کال کې پر اسرایل دوه لوی بریدونه کړي دي، چې یو یې په اپرېل میاشت کې په دمشق کې د ایران پر سفارتخانه د برید په غچ کې کړی وو. ایران پر خپله سفارتخانه د برید ذمه واري پر اسرایل ور اچولې وه خو اسرایل پکې لاس لرل نه وو تایید کړي.
ایران د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه پر اسرایل باندې دویم برید وکړ، چې د تهران په وینا دا برید یې په لبنان کې د اسرایل په برید کې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژلو په غبرګون کې کړی دی.
د اکتوبر پر 26مه پر ایران د اسرایل وروستی برید د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې د هغې حملې جواب وو، چې اسرایل ته یې شاوخوا 200 بېلسټیک میزایل ور ویشتلي وو.
ایران تایید کړې وه چې اسرايل په وروستي برید کې په مرکز تهران او ځینو نورو ولایتونو کې ځینې برخې وېشتلې وې او "محدود زیان" یې اړولی وو، خو دا یې منلې وه چې څلور پوځیان یې په برید کې وژل شوي دي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.