پوځ وایي خېبر کې افغانستان سره په ګډه پوله وسله والو سره نښته کې یو عسکر اؤ څلور وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي امنیتي ځواکونو د افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې تر څنګ د قبایلي ضلعې خېبر راجګال سیمه کې د وسله والو سره نښته کړې چې پکې یو پوځي اؤ څلور وسله وال وژل شوی.

د خالي په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د ۱۹م اؤ ۲۰ دسمبر په منځ شپه کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د وسله والو د را اوښتو درک لګولی ؤ چې له دې امله ځواکونو ددغو وسله والو په ضد عملیات وکړل اؤ څلور ترهګر یې ووژل.

پوځ پخپل بیان کې منلې ده چې په دغه مهال شوې نښته کې د عامر سهیل اپریدي په نوم یو ۲۲ کلن عسکر هم وژل شوی.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو هغوي یې د خوارجو په نوم یاد کړي دي چې دا اصطلاح د تېرې څه مودې راهسې د پاکستان حکومت اؤ پوځ د ټي ټي پي د وسله والو لپاره کاروي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په قبایلي اؤ جنوبي ضلعو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ضد د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېره شپه هم په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په یو برید کې د پاکستان شپاړس عسکر وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي پاکستان د افغانستان د لنډ مهاله حکومت څخه پرله پسې د پولې د څارنې د موثر نظام غوښتنه کوي.

د پوځ بیان کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له حکومت هیله شوې ده چې د خپلو ذمه واریو په ترسره کولو سره به پرې نه ږدي چې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

تر دې درې ورځې وړاندې پوځ د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د ۱۱ؤ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

روانه اونۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان قایمقام مستقل استازي عثمان جدون امنیت شورا ته خپله وینا کې پاکستان ورورولۍ ته خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان کې په فعالیت بوخته وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د القاعده د یوې څانګې په توګه د سیمه ییزې اؤ نړیوالې ترهګرۍ د ایجنډې سره مخې ته راتلی شي.

دایمي استازي سفیر عثمان جدون ویلي چې افغانستان کې ترهګري او له هغه ځایه ترهګریز فعالیتونه د هېواد، سیمې او نړۍ لپاره ترټولو جدي ګواښ دی.

د افغان طالبانو حکومت په پرله‌پسې توګه د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له دغه هېواد څخه د پاکستان پر ضد فعالیتونه ترسره کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې دوی د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د استعمال اجازه نه ورکوي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپل کور دننه حل کړي.

د افغان طالبانو په وینا، د ټي ټي پي مسئله د پاکستان یوه داخلي شخړه ده، او د افغانستان حکومت په دې کې هېڅ ډول مداخله نه لري.