د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير د ضمانت خواست رد کړو

علي وزیر دا مهال د راولپنډۍ ښار په اډیاله زندان کې بند دی.

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ او د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزير د ضمانت خواست رد کړو، له دې وړاندې د نوموړي په دوو نورو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي وو.

د پي ټي اېم د اسلام اباد مشر محمد کامران وي او اې ډيوه ته وويل، نن په 21م اګست د علي وزير وکیلان د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات ته وړاندې شو، د وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه، خو عدالت د هغه د ضمانت خواست رد کړو.

د کامران په قول علي وزیر دا مهال د راولپنډۍ ښار په اډیاله زندان کې بند دی.

کامران زیاته کړه، دوی به سبا په هايکورټ ته د علي وزير د ضمانت دپاره خواست کوي.

علي وزير باندې د اسلام اباد په کوهسار پوليس تاڼه کې د ترهګرۍ ضد مقدمه درج شوې، په هغه تور لګول شوی وو چې د اسلام اباد په اتاترک ايوينيو یې ډزې کړې وې.

د ترهګرۍ ضد عدالت په ياده قضيه کې هغه ته د 14 ورځو په بدني ریمانډ پوليسو ته ورکړی او بيا یې په 16م اګست په عدالتي ریمانډ جېل ته لېږلی وو، نن په 21م اګست د هغه د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه، خو د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات یې د ضمانت خواست رد کړو.

علي وزیر باندې په دویم اګست د اسلام اباد په درېو تاڼو کې درې مختلفې مقدمې درج کړل شوې وې.

د اسلام اباد په ابپاره تاڼه کې پرې د ګاډي (موټر) د موټر سايکل سره ټکر کولو ، او کراچۍ کمپني تاڼه کې پرې د نشه یې توکو (چرسو) او تماچې ترلاسه کېدو مقدمه درج کړل شوې وه.

د کامران په خبره، د نشه یې توکو او د ګاډي د ټکر مقدمه کې د علي وزیر ضمانتونه شوي دي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو څو ځله پولیسو د بیلابیلو تورونو په اساس نیولی دی.

هغه د پروسکال د اګست په 18مه نېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی وو او یو شمېر مقدمې پرې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغېر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیزو رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

له دې وړاندې په کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته په کال 2020م کې په کراچۍ ښار کې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته علي وزیر د بغاوت په تور یوه مقدمه کې نيول شوی، بیا پسې نورې مقدمې را ايستل شوې او خواوشا 26 مياشتې وروسته له زاندنه په ضمانت خوشی شوی وو.