څېړونکي: د شام باغیان د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره د طالبانو غوندې لاره خپلوي

څېړونکي وايي یوې خواته نړیواله ټولنه په شام کې د نویو واکمنو د راتلونکي حکومت لپاره شرطونه ټاکي خو بلې خواته د شامي باغیانو مخکښې ډلې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو غوندې د پخلاینې لاره غوره کړې ده چې په نړیواله توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د هیئت تحریر الشام ډلې مشر احمد الشرع مشهور په ابو محمد الجولاني د دسمبر په 15مه د شام لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګېر پیډرسن سره ولیدل او د شام د اقتصاد د بیارغونې او د خاورې د بشپړتیا ساتلو لپاره یې په "چټکه او اغېزمنه همکارۍ" ټینګار وکړ.

الجولاني د برتانیې له ټایمز آف لندن ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د شام خاوره به د اسرایل په ګډون د هیڅ ګاونډي هېواد خلاف ونه کارول شي.

په واشنګټن کې د امریکې د سولې په انسټیټیوټ (یو ایس ای پي) کې یو وتلي څېړونکي اسفندیار میر وي او اې ته وویل، هیئت تحریر الشام "د پخلاینې هغسې پیغام" وړاندې کړی څنګه چې طالبانو په 2021م کال کې دله واکمنې وروسته وړاندې کړ. میر وایي:

"خپل ځان په سیمه ییز سیاست کې په داسې توګه ځای پر ځای کول چې د سیمې هیوادونه [او نړیوال قوتونه] د دوی خلاف ونه پاروي".

طالبانو د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو قدرتونو ته د ډاډ ورکولو هڅه وکړه چې دا ډله به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

خو ملګرو ملتونو د روان 2024م په جولای میاشت کې وویل، طالبان خو دعوه کوي چې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې نه شته، مګر د دې ادارې غړو هیوادونو په رپوټ کې ویلي چې تر شل ډېرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

اسفندیار میر زیاته کړه چې هیئت التحریر الشام له خپلې تجربې او د طالبانو له څارنې دا زده کړل، چې د بهرنیانو له دښمنۍ ډډه وکړي. میر وویل، "په اشارې کولو او هڅه هغوی ته وايي چې وګورئ، موږ له تاسې سره هیڅ لانجه نه لرو".

میر زیاته کړه چې نړیوال او سیمه ایز قوتونه په شام کې له باغیانو سره د معاملې کولو په وخت نسبتاً معتدل مقصدونه لري، "خو دوی به د ایچ ټي ایس [هیئت تحریر الشام] پر څارنه څه وخت ولګوي".

د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ د شام باغیانو د نومبر په 27مه په شمالي ایدلیب ولایت کې د صدر بشار الاسد د ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړل او د یو شمیر مهمو ښارونو تر نیولو وروسته یې په 11 ورځو کې د سرښار دمشق کنټرول ترلاسه کړ.

امریکې د باغیانو د "هیله بخښونکي" بیان هرکلی کړی خو وایي "موږ به د هغوی د اقداماتو له مخې [د راتلونکي] فیصله وکړو".

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر د دوشنبې- ګل په ورځ د وي او اې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"کله چې د بندیز خبره را مخې ته شي، کله چې د رسمیت پیژندلو مسله راپورته کیږي، کله چې یې وخت راشي، مونږ به خپلې ټولې وسیلې وګوري او خپلې پرېکړې به وکړو خو دا په دې پورې اړه لري چې مونږ پر میدان له هیئت تحریر الشام او نورو ښکېلو اړخونو څه ګورو".

د یورپي اتحاد یو لوړپوړي سفارتکار د دسمبر په 15مه وویل، یورپي اتحاد به تر هغه وخته پر شام بندیزونه لرې نه کړي چې د دې هېواد نوي واکمنان د اقلیتونو او ښځو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ د مخنیوي ضمانت وړاندې نه کړي.

د 2021م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې له طالبانو د ورته ضمانت غوښتنه کړې وه خو لا د دې سخت دریځې ډلې حکومت په دې کې ناکامه دی او نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که غواړي په افغانستان کې د قانوني حکومت په توګه وپېژندل شي تر هغه مخکې دې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی دې وکړي.

څه باندې درې کاله تېر شوي خو یواځې په شمېر څو هېوادونو د طالبانو له حکومت سره سفارتي اړیکې ټینګې کړې دي، مګر تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د سوفان ګروپ څېړنیزې ادارې مشر کولن کلارک وي او ته وویل، د شام په اړه د امریکې پالیسي په افغانستان کې د هغوی د تجربو په بنیاد جوړه شوې ده. کلارک وویل، "زه فکر کوم دا د بهرني سیاست په برخه کې دوی ته ډېر څه ور زده کوي".

ښاغلي کلارک وویل د طالبانو او هیئت تحریر الشام ډلې ترمنځ "ډېر ورته والی" شته. هغه زیاته کړه "ډېره عملیت پسندي، ډېر اعتدال او له سختې جهادي نظریې ځان لرې کول".

لارک وویل پوښتنه دا ده چې هیئت تحریر الشام ډله به معتدله پاته شي که نه، خو وایي د سخت دریځو بهرنیو وسلوالو په ځانګړې توګه ددې ډلو په منځ کې د منځنۍ اېشیا د باغیانو د موجودیت په اړه اندېښنې شته.

ملګرو ملتونو، امریکې، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو هیئت تحریر الشام د ترهګر تنظیم په توګه نومولی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په 2023م کېد تنظیم مشر ابو محمد الجولاني د نړیوال ترهګر په توګه اعلان کړ او د هغه پر سر د معلوماتو لپاره یې تر 10 میلین ډالرو پورې انعام وټاکه.

که څه هم د امریکې بهرنیو چارو وزارت طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه نه دي پېژندلي، خو د طالبانو د حکومت برخه حقاني شبه د امریکې له خوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.

یادونه:- د وي او اې اشنا سید عزیز الرحمان هم د دې رپوټ په جوړولو کې مرسته کړې ده.