د جرمني وزیراعظمه انګېلا مرکل قرنطينه شوې او پس له دې به له خپله کوره کار کوي. دا خبره د هغې ویاند ستیفن سیبرټ کړې ده، او ویلي یې دي چې د تېرې جمعې په ورځ یو ډاکټر له مېرمن مرکل سره کتلي و او نن معلومه شوه چې د هغه ډاکټر د کرونا وایرس ټېسټ مثبت راختلی دی.
د جرمني د وزیراعظمې ویاند زیاته کړې: "له کورني قرنطین نه هم، چانسلر [انګېلا مرکل] به خپل سرکاري کار ته دوام ورکړي."
انگېلا مرکل ۶۵ کلنه ده او په نړۍ کې یو له ځواکمنو ښځینه مشرانو څخه ګڼل کیږي.
په جرمني کې د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي دپاره حکومت سخت ګامونه اوچت کړي او له دوو نه د ډېرو کسانو پر یوځای راټولېدو یې پابندي لګولې ده.
د امریکې یو پېژندل شوی سنېټر هم په کرونا وایرس اخته شوی دی
په امریکا کې یو پېژندل شوی رېپبلیکن سنېټر، رنډ پال، چې د صدر ډونالډ ټرمپ ملاتړی هم پاته شوی دی، د سنېټ اولنی غړی دی چې په کرونا وایرس یا کووېډ-۱۹ اخته شوی دی.
د سنېټر رنډ پال په رسمي ټویټر پاڼې راغلي چې د هغه د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت راختلی او هغه اوس ښه دی مګر په قرنطین کې دی. د دې بیان تر مخه، سنېټر رنډ پال اوس هېڅ کوم رنځ نه لري او یوازې په دې خاطر چې ډېر سفرونو ته تللی او ډېرو دستورو کې یې ګډون کړی دی، په تحفظي توګه یې ټېسټ شوی او دا معلومه شوې چې هغه کرونا وایرس لري.
د امریکا سنېټ ټولټال سل غړي لري یعنې له هر ریاست نه دوه تنه سنېټران ټاکل کیږي، او رنډ پال د کېنټکي ایالت یو له دوو سنېټرانو څخه دی. د هغه دفتر دا هم ویلي چې هغه به د قرنطینې نه وروسته بېرته سنېټ ته حاضر شي. د بیان تر مخه، د سنېټر پال د دفتر کارکوونکو په تېرو لسو ورځو کې له هغه سره نه دي لیدلي، ځکه دوی له دفتره لیرې کار کول شروع کړي دي.