د یونان د سویلي ټاپو ګاوډوس سره نزدې په سمندر کې د کښتۍ چپه کېدو له امله پنځه کډوال ډوب شوي اؤ ۳۹ نور ژوندي ژغورل شوي دي، چې ډېری یې د پاکستان اوسېدونکي دي.
چارواکي لا هم په دې نه دي توانېدلي چې په کښتۍ کې ټول سپاره کسان معلوم کړي. په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې د څېړلو امر کړی او یوه کمیټه یې جوړه کړې چې په پینځو ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي.
د بهرنیو خبري رسنیو، په ځانګړي ډول رویټرز، د راپور له مخې، د یونان ساحلي ساتونکو ویلي چې د ژغورنې عملیات روان دي او لا هم د یو شمېر کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
چارواکي وایي چې ۳۹ کسان ژغورل شوي، چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغوی د ځایي بار وړونکو کښتیو په مرسته وژغورل شول او اوس د یونان د کرېټ ټاپو ته انتقال شوي دي.
په دې پېښه لا هم د ورکو شویو کسانو کره شمېر څرګند نه دی خو ځینو رسنیو دعوه کړې چې تر ۴۰ پورې کسان د سمندر په اوبو کې لا درکه شوي دي.
د شنبې- خالي په ورځ په بېلابېلو پېښو کې، د مالټا باروړونکي کښتۍ د ګاوډوس نه د څو سمندري میلونو په فاصله په یوه ډله کې شامل ۴۷ کډوال وژغورل، اؤ یوه ټانکر د یونان د جنوب له یوې وړې ټاپو څخه ۸۸ کډوال د ۲۸ سمندري میلو په واټن ژغورلي وؤ.
لومړنۍ معلومات ښیي چې دا کښتۍ له لیبیا څخه په ګډه روانې وې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یونان د ټاپو سره نږدې د کښتۍ چپه کېدو پېښه کې د پاکستاني وګړو په مړینه خواشیني څرګنده کړې او د پېښې د څېړلو امر یې کړی دی.
داخله وزیر د کورنیو چارو د سکرتر په مشرۍ یوه څېړنیزه کمیټه جوړه کړې ده چې پنځه ورځو کې به خپل راپور وړاندې کوي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پخپل بیان کې ویلي"د انسانانو قاچاق یو نه بښونکی جرم دی، او د دې کار تر شا مافیا ګڼ کورونه له غم او ویر سره مخ کړي دي."
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه راتلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه اؤ شاوخوا ۱۰ لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وؤ.
په کال ۲۰۲۳م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کښتۍ چپه شوې وه چې د ۴۰۰ نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې ۸۰۰ کډوال ناست وؤ اؤ د هغوي له جملې څخه یوازې ۱۰۴ کسان ژوندي ژغورل شوي وؤ.