د کرکټ د مینه والو انتظار ختم، افغان پریمیر لیګ لومړۍ لوبه سبا د کابل ځوانان او پکتیا پینترز ترمنځ کیږي

APL-T20

افغان پریمیرلیګ په متحده عرب امارات کې سبا د جمعې په ورځ پیلیږي او اولنۍ سیالي د کابل ځوانان او پکتیا پینترز ترمینځ ده.

د افغان پریمیرلیګ په ټویټر ویب پاڼه افغان ملي لوبغاړو په خپلو ویډیو پیغامونو کې د کرکټ مینه والو ته خواست کړی، په پریمیرلیګ کې د کرکټ لوبې وګوري او ددې برخه جوړ شي.

افغان وتلي بالر مجیب الرحمان په خپل پېغام کې ویلي، دا د افغانستان لپاره یو تاریخي ورځ ده او د کرکټ مینه وال دې د ای پي اېل برخه جوړه شي.

د منځني ختیز د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې، دي نیشنل په افغان پریمیر لیګ باندې په یو تازه رپورټ کې ویلي، د نړۍ ځېنې وتلي لوبغاړي په دې سیالو کې برخه اخلي.

په دغه سیالو کې د پاکستان وتلی پښتون لوبغاړی شاهد افریدي، د ویسټ انډیز کرېس ګیلز، د نیوزي لینډ برینډن میکلم او پخپله د افغانستان د کرکټ لوبغاړی راشد خان برخه اخلي.

اخبار د راشد خان د خولې ویلي د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ سیالۍ دده لپاره د یو خوب تعبیر برابر دي.

افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ د لوبډلو پوره فهرستونه خپاره کړل او ورسره یې دا اعلان کړی، د افغانستان پریمیر لیگ به پس له دې، د گلبهارـ افغانستان پریمیر لیگ په نامه یادیږي. دا ځکه چې د گلبهار سوداگریز گروپ یې اوس د لوبو یو لوی مالي ملاتړی دی.

دغه لوبې به د اکټوبر له ٥مې بیا د اکټوبر تر ٢١مې پورې په شارجه ستډیم کې ترسره شي او په هغو کې به پنځه لوبډلې (کابل، پکتیا، کندهار، ننگرهار، او بلخ) شاملې وي.

د دې لیگ دپاره چې څه موده مخکې بولۍ شوې وه، نو په هغې کې یو شمیر پاکستاني لوبغاړي واخیستل شول، خو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ هغوی راایسار کړل. د پاکستان کرکټ بورډ ویلي د افغان پریمیر لیګ د سیالو په وخت د کرکټ قامي لوبډله د اسټریلیا د کرکټ ټیم سره د میچونو لپاره آسټریلیا ته سفر کوي چې د هغې له امله به ددوي د قامي کرکټ ټیم لوبغاړي په افغان پریمیر لیګ کې برخه نه شي اخستی.

د امریکا غږ ډیوه په پام کې لري چې د دغو لوبو رپوټونه تاسو ته په بشپړ جزییاتو سره وړاندې کړي او د لوبو او د لوبو ترڅنگ د نورو مرتبطو حالاتو نه مو د شارجې ښار څخه خبر کړي.