سویلي کوریا کې په الوتکه د اور لګېدو پېښه کې د مړو شمېره 176 ته رسېدلې

په سویلي کوریا کې په یوه مسافر وړونکې الوتکه د اور لګیدو له امله لږ تر لږه 176 کسان مړه شوي.

دغه مسافر وړونکې الوتکې د یکشنبې یا اتوار په ورځ هغه وخت اور واخیست کله چې د سویلي کوریا په یو هوايي ډګر کې له رن وې وښویېدله او د کانکریټ دیوال سره ټکر شوه.

د دې پېښې علت د الوتکې د ناستې د ګیر کار کولو کې ناکامي ښودل شوې ده.

چارواکو پخلی کړی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه 176 کسان مړه شوي، چې دا د سویلي کوریا د هوايي چلند په تاریخ کې یوه له تر ټولو بدو پېښو څخه ده

د سویلي کوریا د اور وژنې ملي ادارې ویلي، ژغورونکي هڅه کوي چې د جېجو هوایي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې څخه خلک را وباسي.

د پېښې په مهال په الوتکه کې 181 کسان ناست وؤ او کله چې الوتکه د موان ښار په هوايي ډګر کې کوزه شوه نو د ناستې پر مهال یې اور واخیست.

موان د سیول جنوب ته 290 کیلومتره لرې پروت دی. د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې دا الوتکه یوه 15 کلنه بوینګ 737-800 جېټ وه، چې له بنکاک څخه بېرته راستنېده.

په پېښه کې مړو شوؤ 176 کسانو کې 71 ښځې، 71 نارینه او 9 داسې کسان شامل دي چې جنسیت یې سمدستي نه دی معلوم شوی.

د اور وژنې ادارې ویلي چې د مړو شمېر ممکن نور هم لوړ شي، ځکه چې لا هم ډېر کسان نادرکه دي.

له پېښې څخه 6 ساعته وروسته هم د ژغورنې عملیات روان وؤ.

ژغورونکو دوه کسان، چې دواړه د عملې غړي دي، ژوندی ویستلي، او روغتیایي چارواکي وايي چې دواړه د هوش په حالت کې دي.

د اور وژنې اداره وايي چې 32 د اور وژنې موټرې او څو هیلیکوپټرونه د اور مړ کولو لپاره استول شوي دي. شاوخوا 1,560 کسان، چې پکې اور وژونکي، پولیس، پوځیان او نور چارواکي شامل دي، د پېښې ځای ته استول شوي دي.

په ځایي تلویزیونونو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې د جېجو ایر الوتکه په تېزۍ سره د رن وې په اوږدو کې ښویېدله، داسې ښکاري چې د ناستې ګیر یې لا تړلی و.

الوتکه له رن وې وښوېده او د دیوال سره ټکر شوه، چې وروسته یې چاودنه وکړه.

نورو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د الوتکې له ځایه تور لوګي پورته کېږي اؤ په الوتکه اور لګېدلی دی.

د موان د اور وژنې مشر، لی جونګ هیون، ویلي چې الوتکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده او یوازې د هغې د شاتنۍ برخې بڼه پېژندل کېږي.

چارواکو ویلي چې د پېښې د علت معلومولو لپاره مختلفې امکاني خبرې څېړل کېږي، چې په هغې کې د مرغیو ټکر هم شامل دی.

د ټرانسپورټ وزارت چارواکو ویلي چې د الوتکې د اړیکې د ریکارډونو لومړنۍ ارزونه ښيي چې د هوايي ډګر د کنټرول برج الوتکې ته د مرغیو د ټکر خبرداری ورکړی و او ورته اجازه ورکړل شوې وه چې په بل ځای کې کښیني. خو الوتکه د رن وې نه تېره شوه او د یوې ساتندوې ساحې څخه وښویېدله.

د ټرانسپورټ وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي چې د الوتکې د بلیک باکس د معلوماتو او د کاکپټ د غږ ریکارډر ترلاسه شوی، چې د پېښې او اور د علت د معلومولو لپاره به حکومتي کارپوهان پرې څېړنه کوي.

چارواکو ویلي چې د موان هوايي ډګر به د جنورۍ تروړومبۍ نیټې پورې تړلی وي.

د پېښې په ځای کې د بېړنیو خدماتو چارواکو ویلي چې د الوتکې د ناستې ګیر خراب شوی و.

د تايلنډ لومړۍ وزیرې، پیټونګټارن شیناواترا، د پېښې قربانیانو ته د خپلې خواخوږۍ څرګندونه کړې او د بهرنیو چارو وزارت ته یې د مرستې کولو امر کړی.

جېجو ایر په یوه بیان کې د پېښې له امله بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې دوی به د پېښې د څېړنو په عمل کې خپله هره ممکنه هڅه اؤ همکاري وکړي.

په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې د جېجو ایر مشر، کېم ای بې، او نورو لوړپوړو چارواکو د مړو د کورنیو څخه بخښنه وغوښته او د پېښې بشپړه مسؤلیت یې په ځان واخیست.

د سویلي کوریا موقت ولسمشر، چوئی سانګ موک، د ژغورنې هڅو د پراخولو امر کړی. هغه خپله د پېښې ځای ته لاړ او د پېښې په اړه یې بېړنۍ غونډه راوبلله.

دا پېښه د سویلي کوریا د هوايي چلند په تاریخ کې یوه له تر ټولو ناوړه پېښو څخه ګڼل کېږي.