هېلن طوفان د امریکا په سویل ختیځ کې لږترلږه ۵۲ کسان مړه کړي او د بلینونو ډالرو نقصان یي کړی او له ۳ ملینو نه زیات خلک د بجلۍ نه بې برخه شوي دي او ډير یي د سیلابونو د ګواښ سره مخ دي.
هېلن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ناوخته د فلوریډا په بیګ بینډ سیمه کې د ۴مې کټګورۍ طوفان چې د ۲۲۵ کیلومیټره رفتار سره یي هوا چلیدله او بیا په چټکۍ سره د جورجیا، کیرولاینا او ټینیسي له لارې تیر شو.
طوفان ونې غورځولي دي، کورونه یې ټوټه ټوټه کړي او ځآي په ځآي اوبه ولاړي شوي دي.
لویدیځ شمالي کارولینا په بنیادي توګه د ځمکې ښویدنې او سیلابونو له امله قطع شوې وه چې د غټ سړک انټرسټیټ 40 او نورو سړکونو تړلو ته اړ شوې وه.
په ټینسي ایالت کې یوني کوي کاونټۍ کې په لسګونو مریضان او عمله د هغه روغتون نه د هیلي کاپټرو د لارې ویستلي کوم چې د طوفان نه اغیزمن شوي وو.
نېشل هورکین سنټر په ټینسي او اوهایوریاستونو کې د سختو سلابونو ویلي دي. چارواکو اوسیدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړې وو، او ډیری یي وتلي وو خو ځینې یې پاتې شوي دي.
په شمالي کارولینا کې، یو جهيل چې په فلم "ډرټي ډانسینګ" کې ښودل شوی پکې د بند نه اوبه پورته شوې دي او شاوخوا شاوخوا سیمې خالي شوې، که څه هم سمدستي اندیښنه په دې اړه نشته چې دا به ناکامه شي.
د یو بند په اړه د اندیښنو په ترڅ کې د نیوپورټ، ټینیسي ښار نه هم خلک ایستل شوي، چې د شاوخوا ۷۰۰۰ زره خلکو ښارګوټی دی، که څه هم وروسته چارواکو وویل چې ډهانچه یي ناکامه شوې نه ده.
طوفان د شمالي کارولینا په نیش کاونټي کې ځیني سیمې سختي اغیزمنې کړي چې څلور کسان پکې زخمیان شوي هم دي.
په اټلانټا کې په ۴۸ ګنټو کې ۲۸.۲۴سینټي میټره باران ثبت شوې چې په ۱۸۷۸ کې د ریکارډ ساتلو له پیل راهیسې په دوه ورځو کې ترټولو لوی ښار کې شوي.
د جورجیا د ایالت د موسمي پوهانو دفتر په ټولنیز پلیټ فارم ایکس لیکلي چې ځینې ځایونه په ښآر کې دومره سخت سیلاب وهلي چې یوازې د ګاډو چتونه په اوبو کې لیدل کیږي.
په دې سیلاب کې د نقصان په اړه د موډيز څیړونکي د ۱۵ بلینه ډالرو نه تر ۲۶ بلینه ډالرو پورې د ملکیت یا د املاکو د زیان وایي.
صدر جو بایډن وویل چې هغه خلکو د ژوندي پاتې کیدو لپاره دعا کوي او د فیډرل بیړني حالاتو ادارې مشر سیمې ته تللی. دغې ادارې تر ۱۵۰۰ ډېر کارګران ځای پر ځای کړي او د جمعې تر سهاره یې د ۴۰۰ ژغورل شویو کسانو سره مرسته کړې ده.
د شمالي کیرولینا د بن کمبی کاونټۍ د بیړنیو حالاتو مرستیال مشر ویلي چې دوي په ۸ ګنټو کې د مرستې غوښولو ۳۳۰۰ کالونه وصول کړي دي .بل اړخ ته په فلورېډا کې د پاکولو چارې روانې دي.