د منځنۍ اېشیا د کرغزستان هېواد په سرښار بشکيک کې په پاکستاني او نورو بهرنيو زده کوونکو د تشدد خبرونه مخې ته راغلي، د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د زده کوونکو په حال ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، بشکيک کې یې پاکستاني سفير ته د زده کوونکو هر ډول مرستې لارښوونه کړې ده.
په ټولنيزو رسنيو ويډيوګانې خپرې شوي چې پکې د تشدد پېښې ليدل کیږي، ځينو کسانو پاکستاني زده کوونکو ته د مرګ ژوبلو اوښتو خبرونه هم ورکړي دي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د کرغزستان حکومت تاييد کړې چې په بهرنیو زده کوونکو د تشدد پېښو کې کوم پاکستانی زده کوونکی نه دی وژل شوی.
په بشکيک کې د ډاکټرۍ زده کوونکي د خېبرپښتونخوا د دير سره تعلق لرونکي علي خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په 13مه مې د ځايي کسانو او مصر د زده کوونکو ترمنځ نښته شوې، د هغې پېښې ويډيو خپره شوې او د هغې وروسته بيا ځايي خلک په بشکيک کې د ټولو تعليمي ادارو په هاسټلو ورغلي، او په ټولو بهرنيو زده کوونکو یې تشدد کړی دی.
هغه وویل، د پاکستاني زده کوونکو په هاسټلو هم په لويه شمېره کې ځايي خلک ورغلي، دروازې او کړکۍ یې ماتې کړي په زده کوونکو یې تشدد کړی او جينکو سره یې زیاتی کړی دی.
علي خان وويل، نن زدکړو ته نه دي تللي او په خپلو اپارټمنټونو کې ناست دي، بهر نه شي تللی، د پاکستاني سفارتخانې لخوا ورته څه نه دي ويل شوي، خو خپلو کنټرکټرانو ورته ويلي چې د خپلو اپارټمنټونو نه به بهر نه وځي.
د بشکيک سره نزدې په ايشین ميډيکل انسټيټيوټ کې پروفېسر ډاکټر شهاب علي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، زده کوونکي ورسره رابطې کوي سخت په ویره کې دي، نه یې د پاکستان سفارتخانه او نه یې کنټرکټران تپوس کوي.
خو په بشکيک کې پاکستانۍ سفارتخانې پاکستانيانو زده کوونکو ته لارښوونه کړې چې بهر نه وځي.
پاکستاني سفير حس ضېغم په اېکس (پخواني ټویټر) بيان کې ويلي، بشکيک کې د زده کوونکو د هاسټلو نه بهر د ګڼې د تشدد وروسته پاکستانيانو زده کوونکو ته په سختۍ لارښوونه کيږي چې څو پورې حالات سم شوي نه وي، بهر دې نه وځي.
هغه ويلي، دوی د زده کوونکو د تحفظ دپاره قانون نافذونکو ادارو سره په رابطه کې دي او د بيړنیو حالاتو دپاره زده کوونکو ته يوه شمېره هم ورکړې ده.
نه خو د پاکستان سفارتخانې او نه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې په بشکيک کې څومره پاکستاني هلکان او جينکۍ زده کوونکي دي.
په ټولنيزو رسنيو ګڼې ويډيوز خپرې شوي چې پکې د تشدد د پېښو سره ځينو زده کوونکو ويلي، دوی تحفظ او مرستې ته اړتیا لري.