ډېره اسماعیل خان: په پولیس تاڼه برید کې لږ تر لږه لس پوليس اهلکار وژل شوي
Your browser doesn’t support HTML5
د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلعه کې په يوه پولیس تاڼه وسله وال بريد کې لږ تر لږه لس پولیس اهلکار وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. دا بريد په داسې وخت کې شوی چې درې ورځې وروسته پاکستان کې عام انتخابات اعلان شوي دي. نور حال د ډیره اسماعیل خان نه عدنان بېټنی وړاندې کوي