واشنګټن ډي سي —
د اسټرالیا د ځانګړي ځواک د هغه تورن سرتیري په اړه پلټنې روانې دي چا چې د ۲۰۱۱ کال په اپریل کې د افغانستان په ارزګان ولایت کې یو افغان سوداګر وژلی وه.
اسټرالیايي سرتیري کېون فراسټ ویلي وه چې یاد سوداګر د طالبانو غړی وه او وروسته له هاغې یې وه واژه کله چې یې له دوي څخه د تېښتې هڅه وکړه او بیا یې پر دوی تفانچه راویسته.
د هغه یو ملګري ویلي وه چې له سوداګر سره تفانچه نه وه او له سرتیرو څخه یې د تېښتې هڅه هم نه وه کړې.
د سېمیزې ادارې چارواکو هم هغه مهال ویلي وه چې هېڅ داسې نښې نښانې نشته چې د یاد سوداګر او د طالبانو ترمنځ اړیکې ترې ثابتې شي.